۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

دګرمسیرلسګونواوسیدونکودامنیه قوماندان پرضد دیوه لاریون پرمهال دولایت مقام مخي ته خیمه ووهل .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۸—
دګرمسیرلسګونواوسیدونکودګرمسیردامنیه قوماندان پرضد دیوه لاریون په کولودولایت لاره وتړل .
دوی وایې دګرمسیرامنیه قوماندان داداري فساد،قاچاق اونورومسلوترڅنګ په خلاقي فسادهم تورن دی ، دګرمسیرامنیه قوماندان په مشرانوجرګه کې دسناتورمحمد هاشم الکوزي ورور دی چې نږدي یوکال وړاندي دلسوالۍ دامنیه قوماندان په توګه وټاکل سو، لاریون کونکوچې دولایت مخي ته خیمه ودرول غوښتنه کوي چې ترڅوامنیه قوماندان له دندي نوي لري سوی دوی به یې وړاندي خپلواعتراضونوته دوام ورکوي ، خوامنیه قوماندان پرخپل ځان لګول سوي ټول تورنه ردکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دګرمسیرولسوالۍ لسګونواوسیدونکودګرمسیردامنیه قوماندان پرضد په یوه لاریون لاس پوري کړاودولایت مقام مخي ته یې خیمي ووهلي ، لاریون کونکې وایې امنیه قوماندان داداري فساد ترڅنګ په اخلاقي فساد اوقاچاق کې هم لوی لاس لري ددوی په باروپولیس کمه عمرماشومان په زوره بیاپوستوته بیا یې اودجنسي تیري  په ډول ترې ګټه پورته کوي .
.
دهلمند امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وایې خلکو د ګرمسیرد قوماندان دناسم چلند په غبرګون لاریون کړی دی، چې د والي او نورو ادارو په مشوره به يې ستونزي ته  د حل لاره ولټوي.

خودګرمسیرامنیه قوماندان سمونیارتیمورشا پرځان لګول سوي هرډول تورونه ردوي اودغه کاردځان پروړاندي یوه شخصي دسیسه بولي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر