۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

دبشري حقونو ولایتي کمیسیون یوواربیادملکي مرګ ژوبلي په ډيروالي اندیښنه وښوده .

 راپور—۲۰۱۶—۲—۶—
دهلمنددبشري حقونو ولایتي کمیسیون یوواربیادملکي مرګ ژوبلي په ډيروالي اندیښنه وښوده .
دیادی کمیسیون چارواکي وایې په هلمندکې دنوپلانوسوعملیاتوپه لړکې دي نه یوازي دملکي کسانومرګ ژوبلي ته جدي پام وسي بلکې دي دهرډول بشري حقونودنقض مخه هم ونیول سي ، خوچارواکې بیا دملکي مرګ ژوبلي پړه په وسله والوطالبانو وراچوي چې ترډيره یې دملکي کسانوکورنه خپل سفرګرځولي دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ولایتي مسول وایې په دې ولایت کې دښځو،ماشومانودحقونوترپښولاندي کیدوسربیره اوس لویه ننګونه داده چې دواړي غاړي په جنګ کې ملکي کسانوته هیڅ پاملرنه نکوي چې دملکي مرګ ژوبلي کچه دنورووختونوپه پرتله لوړه تللي ده اودغه چاره دویته داندیښني وړه ده .

خوچارواکې بیادبشري حقونودخپلواک کمیسیون دغه ادعانه منې اودملکي مرګ ژوبله ټوله پړه پروسله والوزطالبانووراچوي ، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې وسله وال طالبان تل دملکي کسانوکورونه دجګړې پرمهال دسپرپه توګه ګرځوي چې ترډيره یې ددوی دعلمیاتومخه هم ډب کړي ده .

ولایتي چارواکې که څه هم دخپلوعملیاتودپیل خبري کوي خوتراوسه هم په کومه سیمه اوولسوالۍ کې دپرمختګ هیڅ څرک نه ترسترګوکیږي داچې ددغوپټوعملیاتوپایله به څنګه وي وخت به یې جواب ووایې .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر