۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

ملي اردو دسنګین سرپرست امنیه قوماندان او ۳۰ نورپولیس خالي سلاح کړي دي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۲۸—
دسنګین سرپرست امنیه قوماندان او ۳۰ نورپولیس خالي سلاح سوي دي .
دهلمند امنیه قوماندان وایې پردوی تور و چې دوسله والوطالبانوسره یوځای کیږي چې ملي اردو خالي سلاح کړي قول اردوته یې انتقال کړي دي ، قوماندنان که څه هم وایې چې پولیس ملي اردو خالي سلاح کړي دي خوشمشاد یوه باورې سرچیني دنوم نه ښودلوپه شرط وویل بهرنیوځواکونواوملي اوردو په ګډه پولیس خالي سلاح کړه .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین سرپرست امنیه قوماندان محمدنبي او ۳۰ ملي پولیس دوه ورځي وړاندي خالي سلاح سوي دي ،شمشادتلویزیون ته یوي حکومتي باوري سرچیني وویل یادوکسانودوسله والوطالبانوسره لاس یوکړی و ترڅودوسلو اومهمات سره هغیوته تسلیم سي ،چې دبهرنیوځواکونوپه مرسته ملي اردو هغیوګیراودامهال په ۲۱۵ میوند قول اردوکې دڅیړنولاندي دي ، خودهلمند امنیه قوماندان دامنې چې پولیس خالي سلاح سوې دي خوزیاته وي دملي اردو اوپولیسوترمنځ دشخړي لمخي دغه ستونزه رامنځته سوې ده .

قوماندان دتل په څیریوواربیادباباجې اومارجې ولسوالیولپاره دعملیاتودپلان دجوړیدوخبره هم وکړه، که څه هم سنګین ولسوالۍ له څومیاشتوراهیسې دمحاصرې په حال کې ده خوشاه اوخوا درې میاشتي وړاندي په سنګین ولسوالۍ کې دملي اردو دیوي قرارګاه څخه د۵ قوماندانانوپه ګډون ۳۵ دملي اردوسرتیري دوسله والودلیکوسره یوځای سوه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر