۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

وکیلان وایې دعملیاتوسوستيدل اولسونه ناراضه کړي دي .

راپور—۲۰۱۶—۲—۴—
دهلمند ولایتي شورا وایې دعملیاتوچارې خوراسوستي دي چې د اولسونودناراضایې سبب سوي .
وکیلان وایې روان ګونګ حالت ورته دزغملوندی او دامهال دوی خپلوخلکوته دستونزودحل هیڅ جواب هم نلري ، دوی وایې که دعملیاتوچاري همداسي ګونګي رواني وي نه یوازي به سیمه دطالبانوڅخه پاکه نسي بلکي به دغه چاره داولسونودسختوغبرګونونوسره مخ سي ، خوچارواکې وایې ډیرژربه سیمه دطالبانوڅخه پاکه سي اوپراته خنډونه به هم لمخي پورته کړي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورا وایې په هلمندکې دطالبانوپرړاندي دعملیاتوچاري خوراسوستي اوددوی دناهیلۍ سبب سوي دي .وکیلان وایې داچې ډيری سیمي طالبانونیولي دي نواړینه ده چې دبیرته نیول کیدولپاره یې قوي عملیات ترسره سوي وایې خو داسي ونه سوه ، دوی وایې نه داچې خپلوخلکوته جواب نلري بلکې ډيری لوړپوړي چارواکې هلمند ته ځي خوکومه پایله نلري .

خودهلمند دجګړي دکابوکولولپاره ټاکل سوی مشرعبدالجبارقهرمان وایې ډیرژربه دهلمند په امنیتي برخه کې یولړ خاص پرمختګونه راسي کومي سیمي چې دطالبانوترواک لاندي وي ډيرژربه تري ونیول سي .

 په هلمندکې له کومه وخته چې جګړې ډيري سوي ورسره سم ډيری سیمي هم طالبانوونیولي چې دمرکزڅخه څوځله داړونده وزارتونولوړپوړي چارواکي هم راغله اودلته یې دټنګ امنیت اودطالبانوترواک لاندي سیمودنیول کیدوژمني وکړي  خووکیلان وایې له تیرو اتو میاشتو راهیسې هیڅ پرمختګ ندی راغلی.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر