۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

ساپی په هلمند کې د زورواکو او غاصبینو دوسيي له سره څېړل کېږي.

راپور—۲-۱۶—۲—۹—
دزور واکو اوغاصبینوهغه تړل سوي دوسيې بیادسره وڅیړل سي چې دپیسوپه زوربندي وي .
دهلمند داستناف رئیس وایې وړاندي تردي دیادي اداري له لوري دزور واکو اوغاصبینودوسیې دپیسوپه بدل کې یاخوله سره څیړل سوي ندي اویاهم پټي ساتل سوي دي چې دوی یې دبیا څیړلولپاره مټي رانغښتي دي ،په ورته وخت کې یوشمیرقومي مخورو هم داړونده چارواکوڅخه دمځکودغصبینواوزور واکو دناقانونه کړنوپه اړه دپلټنوغوښتنه کوي اوپه دغه برخه کې دیاد ریاست دچاروکوسره دهرډول مرستي ژمنه هم کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند داستنناف څارنوال وایې دهغه زور واکو اوغاصبینودوسیې به له سره وڅیړل سي چې دپیسوپه زورتړل سوي اویاهم له سره سپړل سوي ندي ، څارنمل فضل سلطان ساپی وایې وړاندي تردي داستاف څارنوالۍ په لوی لاس اداري فسادته لمنه حواره کړې وه چې دده په راتګ سره یې لومړی په خپله اداره کې اصلاحات رامنځته کړي او اوس غواړي له دې ولایته دهرډول بي عدالتیولمنه ټوله کړي .

هغه وایې وړاندي تردي په یاده اداره کې دزور واکو اولوړپوړچارواکوپه خوښه په غیري قانوني توګه دوسیې پرمخ وړل کیدې چې دم ګړی یې مخه نیول سوې ده ، په ورته وخت کې یوشمیرقومي مخورونه یوازي چې داستناف دڅارنوالۍ سره دخپلومرستوژمنه وکړه بلکې دمرکزي حکومت څخه یې غوښتنه داوه چې تردي وروسته دي وړاومسکلي کسان په دندو وګماري ترڅودروانوناخوالومخه ونیول سي ، دوی غوښتنه کوي هغه دولتي چارواکې چې زرګونه دولتي مځکه یې په زور اویاهم ددولتي موکیف څخه په استفاده لاندي کړي ونیسي اودقانون منګلوته دي وسپاري.


له کله چې داستناف څارنوال په دنده پیل کړی ورسره سم یې داداري فساد پرضد کلکه مبارزه هم راپیل کړه چې دا دوهم ځل دی چې نوموړی دهلمند دخلکوله لوري دیوه پاک اومبارزی دولتي مامورپه توګه ستایل کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر