۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

ولسونه تري ناهیلي سوي دي، خوچارواکې وایې دهلمند ژغورني لپاره قوي پلان لرو.

راپور—۲۰۱۶—۱—۳۱—
اولسونه تري ناهیلي سوي دي ، خوچارواکې وایې دهلمند ژغورني لپاره موپلانونه جوړکړي دي.
دهلمند اولسونه وروسته له هغه پردولتي چارواکوبي باوره سوله چې په هلمندکې ډيری سیمي یوپه بل پسي طالبانونیولي ، دوی وایې که جدي پام ونسي هلمندبه هم دکندوزپه برخلیک بدلیږي اوپآیلي به یې خرابي وي ،خوچارواکې وایې نه یوازي یې دهلمند ژوغورني لپاره قوي پلانونه جوګړي دي بلکې دوسله والوطالبانوډيری پلانونه هم شنډکړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
اولسونه نورتري سخت ناهیلي سوي او اوس یې په خبروهم هیڅ باورنلري ، دهلمند مدني فعالین وایې نه خوولایتي اداره اونه هم مرکزي دولت دهلمند ژوغورني په موخه هیڅ پلان نلري  چې له امله یې ورځ تربلي ډيری سیمي دوسله والولاسته ولویدې ، دوی ګواښ کوي که حالات همداسي دوام وکړي نه یوازي به هلمند دکندوز په برخلیک بدل سي بلکې یې بیاژغورل کیدل ناممکنه ده .

دوی وایې نورځکه ددولت خبري ورته دباوروړندي چې له څومیاشتوراهیسي دعملیاتودپیل خبري یوزاي درسنیوپه وړاندي کوي اوپه عمل کې یې هیڅ هم ندي کړي ، خودهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې نه یوازي یې دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره قوي پلانونه جوکړي بلکې په ټول هلمندکې به طالبانوپټنځایونه اودوی ځالي له منځه یوسي ، که څه هم طالبانودهلمند ډيری سیمي نیولي دي خووالي وایې ددوی پلانونه یې شنډ کړي دي .


هلمند دامهال دهیوادپه سطه یوه له پراخوناامنوولایتونوڅخه دی چې دامهال یې یوازي دډیری ولسوالیومرکزي سیمي ددولت ترولکي لاندي دي خو تراوسه هم امنیتي چارواکې پدې نه دی بریالی سوی چې دښارڅلرمه حوزه دوسله والوطالبانوڅخه ونیسې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر