۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

دایران دکورنیوچارووزیرپه هلمندکې دنشه یې توکوپه قاچاق کې لاس لري .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۳۱—
دایران دکورنیوچارووزیرپه هلمندکې دنشه یې توکوپه قاچاق کې لاس لري .
دهلمندامنیه وقوماندان وایې دایران دکورنیوچارووزیراوددوی سرحدي پولیس دنشه یې توکوقاچاق کوي چې له امله یې دلته جګړه ګرمه ساتلي ده ،نوموړی وایې ددوی دلاس وهنوترڅنګ به دنشه یې توکودقاچاقبروپروړاندي به ډيرژرعملیات پیل کړي اومخه به یې ونیسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمددسروري راکوي .
پرایران اوپاکستان توردی چې تل یې دافغانستان په چاروکې دمداخلوترڅنګ دلته وسله والي ډلي روزي اودهغوملاتړکوي چې تازه دهلمندامنیه قوماندان توري پوري کوي چې دایران دکورنیوچارووزیراودایران سرحدي پولیس دنورولاس وهنواودمداخلوترڅنګ دنشه یې توکوقاچاق هم کوچې دافغانستانه ایران ،ترکې اوبیاله هغه ځایه اروپایې ممالکوته لیږي .

سرجنګ وایې داچې ناامنیوزوراخیستی یولامل همدادګاونډیوهیوادوپراخي لاس وهني اوددوی دنشه یې توکوقاچاق دی چې دلته جګړه ګرمه روانه ده ،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې دیوه خاص پلان لمخي به دنشه یې توکودقاچاق چیانودمخنیوي ترڅنګ به دګاونډي هیوادونودلاس وهنومخه به هم ډب کړي چې په دغه کارسره به دناامنیوپه کموالي کې هم پوره بدولون راسي .

که څه هم پرګاونډيوهیوادونوایران اوپاکستان تل توردی چې دافغانستان په چاروکې دښکاره مداخلوترڅنګ په وسلوسمبال جنګیالي هم رالیږي خودنشه یې توکوپه قاچاق کې دایران دکورنیوچارودوزیرلاس وهنه نوي خبره ده .

هڅه مووکړه چې په دې اړه په افغانستان کې دایران دسفارت نظرهم ولروخوله هڅوسره سره برایالي نسو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر