۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

هلمند والي دسنګین ولسوالۍ دودانیودسقوط خبره ردکړه .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۱-
هلمند والي دسنګین ولسوالۍ دودانیودسقوط خبره ردکړه .
هغه وایې اوس هم په سنګین ولسوالۍ درنه جګړه روانه ده اوپه ډیرشمیروسله والوطالبانوته یې مرګ ژوبله هم اړولي ده ،په ورته وخت کې ولایتي شوراوایې دولسوالۍ ،امنیه قوماندانۍ ،اودملي امنیت ودانۍ طالبانونیولي اوس مهال دملي اردوپه کنډک دوی سره ځای پرځای دي ،تیره شپه په مشرانوګه جرګه کې دهلمند دخلکواستازي اودولایتي شورادامینتي کومیټي مشربشیراحمدشاکرددولتي ودانیودسقوط خبرورکړ.
طالبانوهم تراوسه دسنګین ولسوالۍ دنیول کیدوپه اړه څه نه دي ویلي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي میرزاخان رحیمي دسه شنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې دسنګین ولسوالۍ ددولتي دوانیودسقوط خبرده کړه اوزیاته وي اوس هم په سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده چې تیرشپه یې هم په سنګین اوګرشک ولسوالیوکې طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي ده .

والي دوکیلانواودخپل مرستیال خبري دهغویوشخصي نظریات اودحقیقته لري وبللي چې ګواکې دسنګین ولسوالیودولتي ودانیوسقوط کړی ،دهلمندولایتي شوراهم دسنګین ولسوالۍ په اړه ویشلي نظرونه لري دولایتي شوراوکیل حیات الله مایاروایې دولسوالیودولتي ودانیوسقوط کړی خودشورامرستیال عبدالمجیداخندزاده وایې اوس هم جګړه روانه ده ودانۍ کله دوسله والواو کله هم ددولتي ځواکونولاسته ورسي .

دهلمندپرسنګین والسوالۍ له تیرودریوکلونوراهیسې جګړې رواني دي خودغه جګړوسږکال خورازورواخیست چې بلااخیره یوازي دولتي ودانۍ پاته نوري ټولي سیمي دوسله والولاسته ولویدي چې تازه اوس په سنګین ولسوالۍ کې حالات تربل هروخت ترینګلي سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر