۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

سرجنګ :طالبان اوس هم دنوروسیمودنیولوپراخي هڅي کوي .

راپور—۲۰۱۵-۱۲—۱۳—
دهلمند امنیه قوماندان وایې طالبان اوس هم دنوروسیمودنیولوپراخي هڅي کوي .
امنیه قوماندان وایې طالبان هڅه کوي ترڅوپه هلمندکې ناامنۍ ډیري اویوشمیرسیمي ترخپل واک لاندي راولي ،هغه وایې کومي سیمي چې وسله وال نیسي په زوره عام خلک خپلولیکوته هڅه وي .
قوماندان دامنې چې دپولیسوپه لیکوکې خالي تشکیلات ناامنۍ زیږولي دي خوزیاته وي دسمون لپاره یې هڅي پیل سوي دي ،ولایتي شوراهم پرامنیتي چارواکې دخیالي تشکیلاتودجوړیدواوپه سیمه کې دناامنیوپراخیدل همداپه ګوته کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دخانیشن ولسوالۍ دنیول کیدولپاره تازه نفسه ځواکونه تللي اوډيرژربه دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره عملیات وکړي ،خوزیاته وي طالبان اوس هم پوره هڅه کوي چې دلته نوري سیمي هم ترخپل واک لاندي راولي ،هغه وایې وسله وال ترواک سیموکې عام خلک پزوره اړباسي چې ددوی دلیکوسره یوځای دولت پروړاندي دریږي .

خودهلمند ولایتي شورابیا وایې دوی نه یوازي چې دلاسه وتلوسیمودبیرته نیول کیدولپاره ددولت پرعمیاتونیوکه کوي بلکې په نظامي ځواکونوکې دپراخوخیالي تشکیلاتوله امله دلته سیمي په یوبل پسي دوسله والولاسته ولویدې .

خودهلمندامنیه قوماندان هم دخیالي تشکیل خبره منې خوزیاته وي چې ډيرژربه ذغه تشه ډکه اودستونزومخه به ونیسې ، که څه هم تراوسه دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره هیڅ عملیات ندي پیل سوي خوقوماندان یوواربیاددغه سیمودنولوخبرورکړ.هغه دتیري ورځي هغه ګنګوسي هم په کلکه ردکړي چې ګواکې دمارجې ولسوالۍ مرکزي سیموهم سقوط کړی دی .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر