۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

دسنګین ولسوالۍ دجګړې ترشا ناویل سوي خبري بربنډي سوې .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۴—
دسنګین ولسوالۍ دجګړې ترشا ناویل سوي خبري بربنډي سوې .
دسنګین ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسویوه قوماندان چې تازه دسنګین ولسوالۍ څخه په ټپي حالت کې راوتلی وایې دولت په لوی لاس سنګین دوسله والوپه لاس ورکوي .
دسیمه ییزوپولیسوقوماندان بهاوالدین وایې میاشتي کیږي چې شهیدان اوټپیان ورته پراته دي خودولت داهم نه انتقاله وي ،هغه وایې پوره دري کاله کیږي چې دنده ترسره کوي خوپه یاده موده کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده سوې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسوقوماندان بهاوالدین چې تازه دولسوالۍ څخه په ټپي حالت کې راوتلی درواني جګړې ترشا ناویل سوي ستونزي بربنډي کړې،قوماندان په سنګین کې ولسوالۍ کې دوراني جګړې پړه پردولت وراچوې چې په لوی لاس داولسوالۍ دطالبانوپه واکې ورکوي ،هغه وایې ددوی نه پاملرنه ددي لامل سوه چې جګړه اوږده سوه .

دغه قوماندان چې سخت په غوصه دی وایې دسنګین ولسوالۍ ټول امنیتي مسولین په خوراسختوحالاتوکې دوسله والومقابله کوي خوزیاته وي میاشتي کیږي چې دویته شهیدان اوټپي سرتیري پراته دي ولي انتقال سوي نه دي ،قوماندان وایې ددولت نه پاملرنه ددي لامل سوه چې دسنیګن ډیری سیمي دطالبانولاسته ولویدې .

ټپي قوماندان توري پوري کوي چې کلونه یې تیري کړي خوبیاهم نه داچې ورسره مرسته نه ده سوې بلکې په ټپي حالت کې هم دخپلوسرتیروڅخه راوتلی دی ،هغه وایې دولت دي دیادي ولسوالۍ دنیول کیدولپاره هیڅ پلان نلري .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دقوماندان خبره نه منې هغه وایې هوایې ځواک پروخت دجګړې دکرښي څخه دوژل سواوټپي سوځواکونومرسته کړي ده .
پرسنګین ولسوالۍ له کلونوارهیسې خورادرني جګړې رواني دي چې له تیروڅوورځوراپه دیخوادغه جګړې مرکزي سیموته هم ورسیدې اودمهال تربل هروخت جګړي ډيري سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر