۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

دڅه باندي ۳۱ میلیونه افغانیوپه لګښت دنرسینګ دانسټیټوټ لپاره ودانۍ جوړیږي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۸—
په هلمندکې دڅه باندي ۳۱ میلیونه افغانیوپه لګښت دنرسینګ دانسټیټوټ لپاره دودانۍ دبنسټ ډبره کښیښودل سوه ،دغه ودانۍ چې دنشه یې توکوسره دمبارزي دوزارت په مالي مرسته جوړیږي دیوه کال په موده کې به یې چاري بشپړسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دعامي روغتیارئیس ډاکټرعنایت الله غفاري وایې دغه ودانۍ په نوي اداري ساحه کې دپي  ار ټي یاولایتي بیارغاوني په انګړکې په دري جریبه ځمکه کې جوړیږي چې ۲۸ اداري خونوترڅنګ یې ټولي اسانتیاوي هم په پام کې نیول سوي دي .هغه وایې دیادي ودانۍ په جوړیدوبه نه یوازي په دغه برخه کې دوی اړونده ستونزي حل سوي وي بلکې ورسره سم به دمحصلینو شمیر نور هم دوه برابره زیا ت سي .

بل پلوپه هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزي ريس لعل محمد عزیزي وایې پردي سربیره دوی دکرني اورغتیاپه برخه کې نوري پروژي هم لري چې ترکارلاندي دي ،نوموړی وایې دیادي ودانۍ ټول مالي لګښت چې څه باندي ۳۱ میلیونه افغانۍ دي دنشه یې توکوپروړاندي دمبارزي دوزارت له لوري ورکول کیږي .

هغه وایې دوی دامهال په دې ولایت کې په دریوروغتونونوکې په نشه دروږدوکسانودرمنله کوي چې هره میاشت ۷۰ تنه په نشه روږدي کسان په یادپروګرام تردرملني لاندي نیسي .هلمند که په ناامنیوکې لومړی ځای لري خودنشه یې توکوپه کرکیله اوقاچاق کې هم ترټولوولایتونولومړی دی چې له امله یې دامهال ترسل زره ډیروګړي په نشه روږدي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر