۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

دبریښنا اوترانسپورټ عوایدله تیروسلوورځوپه پرتله څوبرابره ډيرسوي دي .

 راپور—۲۰۱۵—۱۲—۵—
دهلمند دبریښنا اوترانسپورټ عوایدله تیروسلوورځوپه پرتله څوبرابره ډيرسوي دي .
چارواکې وایې که څه هم دملکي کسانوترڅنګ یې ډيری دولتي اداري قرض داره دي خوبیاهم هڅه کوي چې په ارتلونکوسلو ورځوکې دبریښنا عواید نورهم ډيرکړي ،هغه وایې دبریښنا دبریښنادعوایدو دډیریدولامل په خپلوچاروکې روڼتیا اودکارونومنظمول په ګوته کوي ،دترانسپورټ رئیس وایې که څه هم ناامنې خودوی شپږعشاریه څلورمیلیونه افغانۍ عوایدپه لاس راوړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دبریښنا رئیس وایې که څه هم دملکي کسانو ترڅنګ یې ډيری دولتي اداري ۱۲۰ میلیونه افغانۍ قرض داره دي خوبیاهم د تیروسلوورځوپه پرتله یې په عوایدوکې ۳۵ سالنه لوړوالی راغلی دی ،ریس نصرالله قانع وایې په کارونوکې یې روڼتیا اومنظموالی ددي لامل سوچې عوایدیې لوړسوه خوزیاته وي هڅه به وکړي چې په راتلونکوسلوورځوکې نورهم خپل عوایدډیرکړي .

هغه وایې ایمري، جنسي، روغتون، زندان، دبست تصدۍ ،حجارۍ او نجارۍ فابریکي سر بیره ځیني نورې دولتي ادارې هم له کلونوراهیسي پور وړي دي ، په ورته وخت کې دترانسپورټ رئیس وایې په تیروسلو روځوکې یې څلورشپیته لکه افغانۍ عوایدپه لاس رواړي رئیس وایې په ریاست کې یې دفسادمخنیوی ،دمامورینوتغیراوتبدیل ددي لامل سوچې په عوایدوکې یې پراخوالی راغی .

دغه څرګندوني یادو ریسانودخپلوتیرو اوراتلونکوسل ورځنیوپلانونوپه اړه په یوه خبرناسته کې وکړي اوژمنه کوي چې پوره هڅي به وکړي ترڅوپه راتلونکوسلو ورځوکې خپل اړوند عوایدڅوبرابره نورهم لوړکړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر