۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

طالبان په هلمندکې دعشراوزکات په نوم ملیاردونه ډالره په لاس راوړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۹—
طالبان په هلمندکې دعشراوزکات په نوم ملیاردونه ډالره په لاس راوړي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې په هلمندکې دطالبانومالي سرچیني دنشه یې توکوقاچاق اوپه سیمه کې دعشراوذقات په نوم دخلکوباج اخلي اوپه همدي پیسویې جګړه ګرمه ساتلي ده،قوماندان همدارنګه په سنګین ولسوالۍ کې دعملیاتودپیل خبرهم وکړ،
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سرورراکوي .
دهلمندامنیتي چارواکې وایې وسله وال طالبان په هلمند کې دعشراوزکات په پلمه له خلکوباج اخلي اوپه ملیاردوډالره په لاس راوړي چې وروسته په یادوپیسودجګړې مالي امکانات هم برابره وي ، مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې داچې په هلمندکې دوسله والوطالبانوعوایدخوراډیردي نوځکه دلته دنوروولایتونوپه پرتله جګړه هم ډیره ده .

هغه وایې په دې ولایت کې دجګړوډيریدل یولامل همدادی دچې دلته وسله وال جنګیالي دجګړې ددوامدارکیدولپاره پراخي مالي بیلابیلي ملي سرچیني لري ،امنیه قوماندان وایې له تیري شپي راهیسي دسنګین ولسوالۍ دبازارپرشاه اوخوا افغان امنیتي ځواکونوعملیات پیل کړي دي چې تراوسه سې دوه ملي پولیس ټپي سوي اوشاه اوخواشلووسله والوطالبانوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ،هغه وایې عملیات به ترهغه دوام وکړي ترڅوولسوالۍ په بشپړه توګه دامنیتي ګواښونوڅخه وساتي .

دهلمند دناوي اوګرمسیرولسوالیوپرته دښاردڅلرمي امنیتي حوزي ترڅنګ دلسوولسوالیوپه بیلابیلوسیموکې جګړې سته چې په ځینوکې خوراډيري اوځیني یې هم نصبت نورو ولسوالیوته ارامي وي خوچارواکې وایې دټولوناامنه سیمولپاره یې یوپه بل پسي دعملیاتوتیاری نیولی چې پیل یې تیرشپه دسنګین ولسوالۍ څخه و.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر