۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

دهلمند خانشین ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخامخ ده .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۹--
دهلمند خانشین ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه  .
دهلمندولایتي شورا وایې که چارواکې خانشین ته جدي پام وانه ړوي داولسوالۍ به هم دنوزاد اوموسي کلاولسوالیودبرخلیک سره مخ سي ،خودهلمند دوالي ویاندوایې خانشین ته تازه دمه سرتیري رسیدلي اوداولسوالۍ اوس مهال دسقوط له ګواښه وتلي اوډيرژربه دنیول سوسیمولپاره عملیات وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې له شاه اوخوا اومیاشتوراهیسي خورادرني اوسختي جګړي رواني دي چې تراوسه وسله والوطالبانو دنوزاد ،موسي کلاولسوالیودمرکزونوسره بیره دلښکرګاه ښارڅلرمه امنیتي حوزې مرکزي سیمي هم ترخپلي ولکي لاندي راویستې، دمارجې ولسوالۍ ډيرسیموسربیره تازه دخانشین ولسوالۍ په مرکزي سیموباندي درنه جګړه روانه ده ،دولایتي شورامرستیال عبدالمجیداخندزاده وایې که خانشین ولسوالۍ دوسله والولاسته ولویږي دناامنیولمنه به دناوي ترڅنګ ښارته هم ورسیږي .

هغه وایې امنیتي چارواکې دي دتدابیرسلا مشوراوغونډوتیرسي عملا دي دجګړې دکابوکولولپاره مټي راونغاړي اودناامنیومخه دي ونیسي ، خوپه ورته وخت کې دهلمند دوالي ویاندعمرځواک په خانشین ولسوالۍ کې روانه جګړه اوپه ځینوسیموکې دامنیتي ځواکونوشاتګ مني خوزیاته وي دولسوالۍ دساتلوپه موخه تازه دمه کمانډواونورځواکونه رسیدلي دي چې ډيرژربه جګړه کابوکړي .


هغه وایې دخانشین ولسوالۍ دټنګ امنیت په موخه یې جدي پلانونه نیولي دي چې ډيرژربه دیادي ولسوالۍ په امنیتي برخه ک بدلون راسي ، که څه هم دولایتي شورا اوعاموخلکونیکوه تل دامنیتي ځواکونوترمنځ پرنه همږغۍ اوپرمرکزي حکومت وي چې په هلمندکې دروانوناامنیودمخنیوي په کابوکولوکې پاته راغلي خوچارواکې بیا تل دکلکي همږغي اودعلمیاتودپیل خبره کوي چې تراوسه هم دباباجې دڅلرمي امنیتي حوزي دنیول کیدولپاره دعملیاتودپیل هیڅ څرک نه ترسترګوکیږي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر