۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

دیوه کال په موده کې ۱۳ زره کلیوګرامه هلمندي شات تولیدسوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲—
په هلمندکې دیوه کال په موده کې ۱۳ زره کلیوګرامه هلمندي شات تولیدسوي دي .
چارواکې وایې داچې په هلمندکې دشاتومچیوښه وده کړي ده نوله امله یې په شاتوکې څوبرابره زیات والی راغلی دی چې دچه چاره دهلمند کرونده ګروپراقتصادي برخه خوراډيري مثبتي اغیزي کړي دي ،دوی وایې هڅه کوي چې دشاتودبازارموندي په برخه کې نورهم کاروکړي ترڅودکرونده ګرواقتصادي ستونزي حل کړي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دیوه کال په موده کې ۱۳ ټنه خالص هلمندي شات تولید سوي دي ،دکرني دودي اوپراختیادپروګرام یا کارډیف موسیسي چارواکې وایې که څه هم دوی په پیل کې یوازي ۷۵۰ صندقه مچۍ پرکرونده ګرو ویشلي دي خواوس دغه شمیرخورالوړسوی دی ،هغه وایې دمچیوپراختیابه دکرونده ګروپه اقتصادي برخه کې اغیزمن تمام سي ،چارواکې وایې اوس دوی دکرونده ګرودمحصولاتولپاره دبازار موندي په برخه کې هڅي راپیل کړي دي .


دکرني دریاست چارواکې وایې هلمند دکرني اومالدارۍ په برخه کې هرډول پرمختګونوته چمتودی اودمهال دکرونده ګرودپیاوړتیااوروزني برخه کې دیادي موسیسي سره ګډکارکوي ،هلمند که څه هم دکرني په برخه کې دافغانستان دلومړۍ درجه ولایتونواودغنموګدام دی خوکه دمچیوروزلوته وده ورکول سي دابه دکرونده ګرپه اقتصادي برخه کې یوبل ګام وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر