۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

دبریتانوي ځواکونوراتګ به په هلمندکې یوواربیادوینوویالي وبه هوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۷—
دبرتانوي ځواکونوراتګ به په هلمندکې یوواربیادوینوویالي وبه هوي .
دهلمندقومي مخور وایې وړاندي تردي هم بریتانوي ځواکونوپه هلمندکې خپل جګړیزماموریت کړی چې اولسونه تري خورابدي خاطري لري ،دوی وایې بریتانیا دهلمند خلکوته دامنیت پرځای ناامني خراب اقتصاد،اودرنې مرګ ژوبلي هغه څه بولي چې دبریتانیاپرځای امریکایې سمندري ځواکونه دامنیت په کابوکولوکې ښه یادوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تازه بریتانیایوواربیادهلمنددناامنیودکابوکولوپه موخه غواړي دغه ولایت ته خپل سرتیري ولیږي اودوسله والوطالبانوپروړاندي خپل هوایې اومځکني عملیات دافغان ځواکونوسره اوږه پراوږه پرمخ یوسي ،خودهلمند اوسیدونکې وایې وړاندي تردي هم دبریتانیایې ځواکونونه یوازي چې امنیت رانه ویست بلکې یې دعاموخلکوپرکورونوهوایې بمابرۍ وکړي اوپه هره برخه کې یې عام خلک له ګڼوننګونوسره مخ کړه .


دوی  وایې بریتانیان وړاندي تردي هم په هلمندکې دامنیت دراویستلوپه موخه کلونه تیره کړه خوپه پایله کې یې نه داچې دهلمند خلکوته امنیت راویست بلکې یې دناامنیودډيریدوترڅنګ په هوایې اومځکنیوعملیاتوکې یې ډيری عاموخلکوته مرګ ژوبله هم واړول ،په هلمندکې دورستیوناامنیودډیریدوسره سم تازه اوس بریتانیا پریکړه کړې اوغواړي یوځل بیاخپل سرتیري دافغان ځواکونومرستي ته اوپه هلمندکې دورستیوناامنیودکابوکولوپه موخه ولیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر