۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

دناوي ولسوالیۍ خلکوپه خپل شخصي لګښت دلوی کانال دپاکولوچاري پیل کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۷—
دهلمنددناوي ولسوالیۍ خلکوپه خپل شخصي لګښت دلوی کانال دپاکولوچاري پیل کړي .
دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي وایې څلورلسیزي کیږي چې دغه کانال نه دي پاک سوی چې دواوسنۍ اداري له توانه هم لري خبره ده نوځکه یې دپاکولومټي راونغښتلي ،دوی وایې ټول لګښت یې شاه اوخوادوه نیم میلیونه افغانۍ دي چې خلکوخپله راټولي کړي دي چې دلسوورځوپه اوږدوکې به یې چاري بشپړي سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې که څه هم له یوي خواناامنۍ دي خوله بلخواعام خلک بیله دي چې دولت ورسره مرسته وکړي په خپل شخصي لګښت یې دناوي ولسوالۍ دلوی کانال دپاکولولپاره مټي رانغښتي دي ،دناوي ولسوالۍ دټولنیزي شوراغړي اوقومي مشران وایې په څه باندي دوه نیم میلیونه افغانیوپه لګښت به ۳۵ کلیومتره لوی کال نال پاک کړي .

دوی وایې دغه کانال چې شاه اوخوا ۷۱  زره جریبه مځکه خړوبه وي له څلورولسیزو راهیسي نه دی پاک سوی اودامهال یې کرونده ګرله ګڼوننګونوسره مخ وه چې دکانال دپاکیدوسره سم به داوبودکموالي ستونزه هم حواره سي ،دوی دنوروولسوالیوداوسیدونکوڅخه هم غواړي چې خپل کارونه ترډیره خپله وکړي اوپردولت دي تکیه نکوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر