۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

دهلمند پر۷ زره کروندګرو به دغنمواصلاح سوي تخمونه وویشل سي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۴—
دهلمند پرزرګونه کروندګرو به دغنمواصلاح سوي تخمونه وویشل سي .
دکرني دریاست چارواکې وایې دمرکزترڅنګ به د۷ ولسوالیوپرکروندګرواصلاح سوي تخمونه وویشل سي چې دامهال ولسوالیوته لیږدول کیږي ،دوی وایې هرکروندګرته به ۵۰ کلیوګرامه دغه اصلاح سوی تخم ورکول سي چې یوازي به ۴۰ سلنه بیه تري واخلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 دهلمند دمرکزاو ۷ ولسوالیو پراوه زره ګروندګروبه ۳۵۰ مټریک ټنه اصلاح سوي تخمونه وویشل سي چې په دغه کارسره به نه یوازي دکروندګرودغنموحاصلات ډيرسي بلکې به دکوکنارودکرکیلي په مخنیوي کې به هم مرسته وکړي ،دکرني دریاست سرپرست وایې دوی یوازي دکروندګروڅخه ۴ سلنه پیسې تري اخلي چې د۵۰ کلیوګرامه بیه ۷۳۸ افغانۍ ټاکل سوي دي .

هغه وایې دغه اصلاح سوي تخمونه ترپوره څیړنووروسته وزرات منلي اودوی به پرکروندګرووویشي ،چارواکې وایې که څه هم دهلمندي کرونده ګرولپاره دغه تخمونه کم دي خوزیاته وي کروندګربایدپراختیاروکړي ترڅوټول کروندګرتري برخمن سي ،دهلمنددافغانستان یوله پراخوکرنیزولایتونوڅخه دی چې شاه اوخوا ۹۰ سلنه اوسیدونکي یې په کرنه اومالدارۍ بوخت دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر