۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

په هلمندکې به دکلیوالي روغتیایې پوستولړۍ پراخه سي .

راپور—۲۱۰۵—۱۲—۱۵--
په هلمندکې به دکلیوالي روغتیایې پوستولړۍ پراخه سي .
دعامي روغتیامسولینو درضاکارانودورځي په لمانځ غونډه کې وویل دټول هلمندپه کچه یې سلګونه روغتیایې پوستي جوړي کړي چې په دغه کارسره یې ډيری سیموته روغتیایې خدمتونه رسولي دي ،خورضاکاران بیا په ساحوي روغتیایې مرکزونوکې دپرتوستونزودحل کولوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم په هلمندکې تر ۸۵ زیات روغتیایې کلینکونه په بیلابیلوبرخوکې روغتیایې خدمتونه وړاندي کوي خوپه هلمندکې دافغانستان دروزنیزپرمختیایې مرکزځای مسول وایې ترډيره روغتیایې مرکزونه درضاکارانوپه مټ لري پرتوسیموته غځول سوي دي اوهڅه کوي چې درضاکارانوشمیرنورهم ډيرکړي .

هغه وایې ددوی اداره او دروغتیاوزارت په ګډه کارکوي ترڅودیته ورته نورپروګرامونه هم پلي کړي چې په دغه کارسره به روغتیاپه برخه کې پراته خنډونه لمخي لري کړي ،په ورته وخت کې رضاکاران وایې که څه هم نغدي امتیازات نه دی ورکول سوی خوبیاهم دژمني سره سم به خپلوهڅوته دوام ورکوي دوی دخپلوکارونوپروړاندي دپرتوستونزودحل غوښتنه کوي .

دعامي روغتیاریس ډاکټرعنایت الله غفاري وایې په هلمندکې شاه اوخوازرتنه رضاکاران په روغتیایې پوستوکې کارکوي چې ددوی په مټ یې ترلري پرتوسیموروغتیایې خدمتونه رسولي دي ،هغه په ځینوسیموکې دپرتوستونزودحوارۍ ژمنه هم کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر