۱۳۹۴ دی ۱۱, جمعه

دنادعلي ولسوالۍ دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره پوره چمتوالی نیول سوی دی .

راپور—۲۰۱۶—۱—۲—
دنادعلي ولسوالۍ دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره پوره چمتوالی نیول سوی دی .
دنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې په نږدوورځوکې به دهغه سیمودنیول کیدولپاره عملیات وکړي چې په دې ورستیوکې دوسله والولاسته لویدلي دي ،چارواکې که څه هم دکوم ملک نوم نه اخلي خوزیاته وي دوسله والوترشاه دیوه ملک پوره پوځي مرسته ده چې وسله والوځیني سیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دنادعلي ولسوالۍ ۳۱ غربي ،کوفکه ،نواباد ،نری مانده اولوی مانده هغه سیمي دي چې وسله وال طالبان پکي راج چلوي ،خودنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې دیادوسیمونیول کیدولپاره یې داولس په مرسته پوره چمتوالی نیولی دی ،قوماندان سمونمل عمرجان حقمل که څه هم دکوم ملک نوم نه یادوي ولي زیاته وي وسله والوطالبان دیوه ملک قوي پوځي ملاتړله ځانه سره لري .

هغه وایې په نادعلي ولسوالۍ کې میشت ټول افغان امنیتي ځواکونه دیوه قوي مرال اودافغان خاوري دساتونکې په توګه دوسله والوپرضدپه جګړه بوخت دي .

چارواکې که څه هم په هلمندکې دخیراوخیریت راپورورکوي خوپه هلمندکې پرته له دووولسوالیونورپه ټولوسیموکې یاخوجګړه روانه ده اویاهم ډيری سیمي دوسله والولاسته لویدلي ،دهلمندولایتي شوراڅه مودوه وړاندي وویل ددې ولایت پراویاسلنه خاوره وسله وال طالبان خپل راج چلوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر