۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

دکرني په برخه کې د۳۵ میلیونه افغانیوپه لګښت دڅوپروژچاري پیل سوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱۹-
په هلمندکې دکرني په برخه کې دڅوبیلابیلو پروژودکارچاري پیل سوي .
چارواکې وایې دغه پروژې دنړیوال بانک په مالي مرسته ۳۵ میلیونه افغانیوپه لګښت به یې چارې دیوه کال په موده کې بشپړي سي ،دوی وایې نه یوازي به دډيری بیکاره کسانولپاره دکارکولوزمینه برابره سي بلکې به دکرني په برخه کې دکرنیزوتوکوپه څیړنوکې اسانتیاهم رامنځته سي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکرني رئیس وایې په دغه پروژوکې دمیوودساتلواوپروسس ترڅنګ دنیالګیودساتلواوهمدارنګه په یادوبرخوکې اړونده ودانۍ هم شامله ده چې دنړیوال بانک په مالي مرسته د ۳۵ میلیونه افغانیوپه لګښت به یې دیوه کال په موده کې چارې بشپړي سي ،حفیظ الله وایې دیادپروژوپه پلي کیدوبه نه یوازي خلکوته دکارکولوزمینه برابره سي بلکې به دکرونده ګرودمحصولاتودساتلوپه برخه کې پرتي ستونزي هم حل سي.

دکرني دریاست اړونده دبولان په سیمه کې دڅیړنیزفارم مسول وایې دهلمند ترڅنګ لس ګاونډي ولایتونه هم کولای سي چې تري ګټه واخلي ، هغه وایې یادفارم شاه اوخوا ۵۲ کاله وړاندي په ۲۸۳ جریبه ځمکه کې جوړسوی دی .

نوموړی وایې په یادفارم کې لسګونه دانګوروباغونه جوړسوي اوهرکال ترسل جریبه په زیاته ځمکه بیلابیل کرنیزتوکې اوتخمونه تجریبه کوي چې پایلي یې پرخپل اوړنده وزارت ته هم لیږلي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر