۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

شیریار: که واشیر ته تازه دمه قوتونه رانسي ولسوالۍ به سقوط وکړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱۷—
که واشیرولسوالۍ ته تازه دمه قوتونه ورنسي ولسوالۍ به  سقوط وکړي .
دواشیرامنیه قوماندان وایې له تیري شپي راهیسي وسله والوطالبانوخپلوتهاجمي بریدونوته دوام ورکړی دی چې تراوسه یې ځیني سیمي نیولي هم دي ،هغه وایې طالبان په ډيرشمیرراغلي دي اوغواړي داولسوالۍ هم سقوط کړي ،نوموړی وایې که څه هم دولایت ټولوړپوړي چارواکې یې خبرکړي دي خوتراوسه ورته تازه ده مه مرسته نه ده رسیدلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
وسله والوطالبانوداځل خپل ډله ییزبریدونه له تیري شپي راهیسي پرواشیرولسوالۍ خوراډيرکړي دي اودمهال جګړه دواشیرولسوالۍ دوه کلیومترۍ ته رسیدلي ده ،دواشیرامنیه اقوماندان سمونمل محمدرفیق شیریاردواشیرولسوالۍ څخه دتلیفون پرکرښه وویل داچې وسله والوپه ډيرشمیردیادي ولسوالۍ پرکمربندي پوستوبریدونه پیل کړي اوتراوسه یې ډيري سیمي هم نیولي که یې مرسته ونسي ولسوالۍ به سقوط وکړي .

دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دامنې چې په سیمه کې له تیري شپي راهیسي درنه جګړه روانه ده هغه وایې یوازي یوي امنیتي پوستي شاتګ کړی دی چې پنځه پولیس ټپي سوي هم دي ،ځواک وایې داچې هوایې ځواکونودطالبانوپرلیکوبریدونه کړي دي هغویوته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده خودکره شمیرپه اړه یې څه نه وایې .

وسله والوطالبانوتراوسه په واشیرولسوالۍ کې درواني جګړې په اړه څه نه  دي ویلي .

دهلمند دموسي کلا،نوزاد ولسوالیودمرکزي سیموترسقوط وروسته څوورځي وړاندي دخانشین ولسوالۍ مرکزهم دوسله والولاسته ولویدی چې تازه اوس دواشیرولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده .  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر