۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

دخانشین ترسقوط وروسته دګرمسیرولسوالۍ امنیتي تدابیرکلک سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱۶—
دخانشین ترسقوط وروسته دګرمسیرولسوالۍ امنیتي تدابیرکلک سوي دي .
که څه هم دخانشین ولسوالۍ دمرکزي سیموترسقوط وروسته اوس مهال جګړه دګرمسیرولسوالۍ ته نیغ په نیغ ودریده خودګرمسیرچارواکې دکلکوامنبتي تدابیردنیولوخبرورکوي .
دوی دعاموخلکوپرهمکارۍ هم ټنګاردرلود.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دګرمسیرولسوالۍ په ګاونډکې دخانشین ولسوالۍ ترسقوط وروسته پرګرمسیردوسله والوطالبانودبریدونو اند یښني خوراډیروې خودګرمسیرچارواکې دخپلي ولسوالۍ دبشپړه امنیت ډاډورکوي ،ولسوال ابوب عمرعمري وایې وسله والووړاندي تردي هم شپږځله پرګرمسیرولسوالۍ خپل لوی بریدونه پلان کړي وه خودګرمسیرامنیتي ځواکونوددرني مرګ ژوبلي ترڅنګ هغویوته کلکه ماته ورکړه .

ولسوال دګرمسیرولسوالۍ دصفارپه سیمه کې دیوي پراخي غونډي پرمهال دګرمسیردلاښه امنیت په موخه دعاموخلکوڅخه دامنیتي پیښودمخنیوي په موخه دمرستي غوښتونکی دی .

دګرمسیرامنیه قوماندان سمونیارتیمورشاه نظري وایې چاته به اجازه ورنکړي چې په ګرمسیرولسوالۍ کې ناامنۍ رامنځته کړي ،هغه دګرمسیراوسیدونکوڅخه غوښتنه وکړه چې دوسله والوطالبانوسره خپلي هرډول اړیکي وشلوي .

دګرمسیرولسوالۍ ملکي اونظامي چارواکې وروسته له هغه دخپلي ولسوالۍ دکلکوامنیتي تدابیروڅخه نیول کیدوخبرورکوي چې په دي ورستیوکې وسله والوطالبانودډله ییزوبریدونووروسته یوشمیرسیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر