۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

معیوبین اودشهیدانو وارثین وایې اړونده ادارې ددوی په نوم پیسې ایستلي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۳—
دهلمند معیوبین اودشهیدانو وارثین وایې اړونده ادارې ددوی په نوم پیسې ایستلي دي .
دغه معوبین وایې څوځله یې خپل ږغ پورته کړی هم دی خوتراوسه یې خپل حقونه په لاس ندي راوړي اوان ددوی په نوم پیسي نوروکسانو وړي دي ،چارواکې بیاددوی دحقونوخوړل نه مني اونه یې هم ردوي خوزیاته وي که ستونزه معلومه سي استفابه وکړي ،دغه څرګندوني دشهیدانواومعلولینودنړیوالي ورځي په لمانځ غونډه کې ترې پرده پورته سوه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه معیوبین اودشهیدانووارثین وایې نه یوازي یې حقونه ددوی په نوم نوروخلکو وړي دي بلکي په دې ولایت کې ورسره چارواکې دموراومیرې چلندکوي ،دوی وایې که څه هم حقونه یې داړونده اداري لخواخوړل کیږي خودږغ دپورته کیدوپه موخه ورته دمرګ ګواښونه هم ورته سوي دي .

دوی وایې ډیری کسان سته چې معیوب ندي خوامتیازات اخلي چې په داغه کارکې لوړپوړي چارواکې هم شریک دي ،د کار اوټولنیزو چارو ریس محمد نادر وطنوال وایې ځیني کسان ددوی پروړاندي دسیسې جوړوي ،هغه داچې دمعیوبینوپه نوم پیسي وتلي دي نه منې اونه یې هم ردوي خوزیاته وي که یې پروړاندي پرتي ستونزي حل نسي له دندي به استعفاوکړي .


دیادولوده چې په هلمندکې تراوسه څه کم  اته زره  معیوبین او د شهیدانو وارثین ثبت سوي خودورستیوناامنیوله امله چې اوس هم رواني دي هره ورځ ډيری کسان یاخوخپل ژونداویاهم دخپل بدن غړي دلاسه ورکوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر