۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

په هلمند کې د طالبانو له زندانه ازاد سوي زندانیان وايي طالبانو سخت شکنجه کړیدي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۷—
په هلمند کې د طالبانو له زندانه ازاد شوي زندانیان وايي طالبانو  سخت شکنجه کړیدي .
په نوزاد ولسوالۍ کې ۶۰ تنه زندانیان چې تازه  دافغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې راخوشي شوي وايي طالبان له زندانیانو سره بد چلند کوي او ډیری بې ګناه خلک یې بندیان کړیدي .طالبان بیا ددغه زندانیانو ادعا بې اساسه بولي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري دښوراب پوځي اډيته تللی اودزندانیانوسره دنږدي خبري کړي .
داهغه ۶۰ تنه زندانیان دي چې طالبانودنوازد ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې په خپل زندان کې ساتل ،په زندانیانوکې کې داسې کسان شته چې تر څلور کالو یې د طالبانو په زندان کې د بند موده تیره کړیده . زندانیان ادعا کوي چې طالبانو په زندان کې  د وهلو ډبولو ترڅنګ سخت شکنجه کړي هم دي .دوي وايي په هغه سیمو کې چې طالبان واکمن دي پر خلکو ډیر ظلمونه کیږي .

د زندانیانوکې په ډله کې داسې کسان هم شته چې وايي هیڅ یوه دولتي اداره کې کار نه کاوه خو له چاسره یې د قرض دعوه وه چې طالبان بیا دوي د جاسوسۍ په جرم زنداني کړی وو .

په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورنجنرال محمدمعین فقیروایې عملیات یوازې افغان امنیتي ځواکونووکړه چې په پایله کې یې ۴۴ ملي اوسیمه ییزپولیس ۱۳ ملکي کسان او۳ تنه دماین پاکۍ دموسسي کارکونکې  دطالبانو له منلګو راخوشې کړل .

زندانیان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبان بیا په چورلټ له دې انکار کوي چې ګواګې دوي دې زندانیان شکنجه کړي وي .د طالبانو یوه ویاند له نامالوم ځایه له شمشاد سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل چې دوي له زندانیانو سره د بشري قوانیونو له مخې چلند کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر