۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

سرجنګ :دپاکستاني دیني مداریسوطالبان په هلمند کې جګړه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱۵—
دپاکستاني دیني مداریسوطالبان په هلمند کې جګړه پرمخ وړي .
دهلمندامنیه قوماندان دیادمطلب په څرګندولوسره وایې پاکستان ددیني مدرسوپرطالبانوفشاررواړي ترڅو په افغانستان اوپه هلمندکې جګړه وکړي ،هغه وایې پاکستاني ملیشي طالبانوته دسري طقعي په نوم ځانګړي قطعات جوړه وي چې په خورامهمواوپرمختلووسلوهم سمبال دي چې دامهال دافغان امنیتي ځواکونورسره په جګړه بوخت دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دپاکستان ددیني مدرسوطالبان هلمندته دجګړې لپاره راځي ،مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې پاکستان ددیني مدرسوپرطالبانوفشارراوړي ترڅودافغانستان راسي اودافغان امنیتي ځواکونوسره جګړه وکړي .هغه وایې پاکستاني ملیشي دطالبانوجنګي قطعات هم جوړه وي چې په خورامهمووسلویې سمبال کړي دي .

قوماندان وایې دپاکستاني ملیشوترڅنګ دوسله والوطالبانوسره بله ډله چې مالي مرسته یې هم کوي هغه دنشه یې توکوقاچاق بردي چې ترډيره ددوی له امله هم په هلمندکې جګړه پرمخ ځي .

که څه هم په هلمندکې دتیرووختونوپه پرتله ناامنۍ خوراډیري سوي دي اویوپه بل پسي ځيني سیمي او ولسوالۍ هم سقوط کوي خوقوماندان وایې دوی به چاته اجازه ورنکړي چې دلته ناامنۍ ډيري کړي اودروانوناامنیودکابوکولوژمنه هم کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر