۱۳۹۴ دی ۵, شنبه

پاکستان اوس هم پوره هڅه کوي چې دهلمند یوشمیرسیمي دوسله والوپه لاس سقوط کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۶—
پاکستان اوس هم پوره هڅه کوي چې دهلمند یوشمیرسیمي دوسله والوپه لاس سقوط کړي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې پاکستان هڅه کوي چې دطالبانوپه مرسته ډیرسیمي ترخپلي ولکي لاندي راوالي خوهغه وایې ددوی دغه ارمان له خاورسره خاوري کړي ،قوماندان وایې هلمندته تازه  ۱۰۰۰ سیمه ییزپولیس نورورکول سوي چې په جوړیدوبه یې په امنیت کې پراخ بدلون راسي ،هغه وایې دپاکستانیانوپه امرپه ارتلونکې اوړي کې طالبان پلان لري خپلوجنګونوته زور ورکړي خودوی هم پوره چمتوالی لري .
نورحال دهلمندولایت څخه موږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې پاکستان ډيری وسله وال طالبان دیته مجبوره کړي دي ترڅوپه هلمندکې جګړه وکړي اوډیری سیمي هم ترخپلي ولکي لاندي راولي خوزیاته وي هلمندته تازه دمه سرتیري راغلي اوددوی دغه ارمان به له خاورسره خاوري کړي .

قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې دکورنیوچارووزرات هلمندته نوي ۱۰۰۰ سیمه ییزپولیس ورکړي دي چې اوس مهال ۲۴۳۰ سیمه یې پولیس په اته ولسوالیوکې په دنده بوخت دي خوقومنادان وایې دنوپولیسوپه رامنځته کیدوبه دهلمندپه امنیتي برخه کې پراخ بدلون راسي ،هغه وایې وړاندي تردي سیمه ییزوپولیسودرني وسلي نه درلودي خواوس پریکړه سوې ترڅوسیمه ییزپولیس هم په درنووسلوسمبال کړي .

دهلمند دامنیتي چارواکوترڅنګ ولایتي شورا اوددي ولایت قومي مخورهم تل په هلمندکې روانه جګړه دنورومافیایې کړیوترڅنګ دګاونډي هیوادپاکستان دپراخولاس وهنواوخپلوموخوته درسیدوپه خاطربولي ولي تراوسه هم مرکزي دولت په هلمندکې له کلونوراهیسې رواني درنې جګړیته پای ندی ورکړی .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر