۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

په هلمندکې رواني ځنځیري ناامنۍ دامنیتي ځواکونودخیالي تشکیلاتوله امله دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱۰—
په هلمندکې رواني ځنځیري ناامنۍ دامنیتي ځواکونودخیالي تشکیلاتوله امله دي .
دهلمند ولایتي شوراخبرداری ورکړکه دولت دخانشین په نیول کیدوکې لږغفلت هم وکړي ګرمسیراوناوه ولسوالۍ به هم له لویوګواښونوسره مخ سي ،که څه هم جګړه اوس مهال ګرمسیرولسوالۍ ته ودریده خووکیلان وایې په هلمندکې رواني سختي ناامنۍ اوځنځیري جنګونه دامنیتي ځواکونودخالي تشکیلونواوناسمي رهبرۍ له امله دي چې خانشین هم سقوط وکړ.دلښکرګاه ښاردڅلرمي امنیتي حوزي باباجې نوزاد،موسي کلاسربیره ،تازه دخانیشن ولسوالۍ سقوط وکیلان اندیښمن کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاراسردارمحمد سروري راکوي .
څه کم دوه میاشتي وړاندي وسله والوطالبانودلښکرګاه ښاردباباجې څلرمه امنیتي حوزه سقوط کړه مارجه هم له ډیري مودي راهیسې ترسختي محاصرې لاندي ده چې تازه دخانشین ولسوالۍ هم سقوط وکړ،ولایتي شورا ددي ټولوپړه پردولتي ادارو وراچوي چې هلمند دتشکیل لمخي  ۳۸ زره  سرتیري لري خو اوس یې د جګړې لپآره دریمه  برخه هم نسته بشیراحمدشاکروایې دامنیتي ځواکونوپه لیکوکې خیالي تشکیلات ددي لامل سوه چې خانشین هم دلاسه ووته .

دغه راز دولایتي شورامرستیال عبدالمجیداخندزاده وایې دولسوالیو په پرله پسې له لاسه وتلو او سقوط لړۍ دوی سخت اندیښمن کړي دي او دمخنیوي لپاره يې باید له  هلمند سره د مور میرې چلند ونسي ،هغه وایې دولایتي چارواکوناسم معلومات اودمرکزي ادارې نه پاملرنه په هلمندکې دروانوناامنیویوبل لوی لامل بولي .


دوی ګواښ که کوي که خانشین ولسوالۍ ډیرژر تردولتي حاکمیت لاندي رانیسي ناوه اوګرمسیرولسوالۍ به هم له سختوامنیتي ګواښونوسره مخ سي ،هڅه مووکړه چې دولایتي شواردوکیلانودنیوکوپه هکله دقول اردو،امنیه قوماندانۍ نظرهم واخلوهغویومو اړیکه جواب نه کړه خودهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې په خانشین کې جګړه سته داچې ولسوالۍ دچاه په واکې ده په اړه څه نه وایې ،هغه دوکیلانودڅرګندونوپه اړه هم څه نه وایې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر