۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

والي وایې طالبان دپردیوپه غوښتنه ښوونځي سوځي خوموږورته دیني مدرسي جوړه و.

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲۳—
دولت وایې طالبان دپردیوپه غوښتنه ښوونځي سوځي خوموږورته دیني مدرسي جوړه و.
هلمندوالي والي میرزاخان رحیمي وایې دوی هڅه کوي چې په نوروسیموکې هم دیته ورته دیني مدرسي جوړي کړي ،دغه دیني مدرسه چې په عصري توګه په شاه اوخوا دري جریبه ځمکه کې دډنمارک هیوادپه مالي مرسته په څه باندي ۲۵ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړه اوګټي اخیستني ته وسپارل سوه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې که څه هم وسله وال طالبان هڅه کوي چې دلته نوري ستونزي هم جوړي کړي خودوی به یې دمخنیوي ترڅنګ خپلودبیارغاوني کارونوته ادامه ورکوي ،دنوموړي په خبره طالبان که څه هم دپردیوپه غوښتنه ښوونځۍ سوځوي خودوی ورته دیني مدرسي جوړه وي .

په ورته وخت کې  دنادعلي ولسوالۍ دپوهني مدیرجمالدین وایې داولسوالۍ دتشکیل لمخي ۳۱ ښوونځۍ اولیسي لري چې دورستیوناامنیوله امله یې درې ښوونځۍ تړل سوي دي خودغه دیني مدرسه یې دڼمارک هیوادپه څه باندي ۲۵ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړه اوګټي اخیستني ته وسپارل سوه .

چارواکې وایې په هلمندکې دورستیوناامنیوله امله دوه ښوونځۍ په مارجې اود خانشین ولسوالۍ مرکزي لیسه هم وسله والوطالبانوسوځولي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر