۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

په هلمندکې به شپني عملیات دوسله والوطالبانو ملاماته کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۸—
په هلمندکې شپنیوعملیاتودوسله والوطالبانو ملاماته کړي ده .
دهلمند د۲۱۵ میوندقول اردوچارواکې وایې دوی اوس طالبانوپروړاندي شپني عملیات ډيرکړي دي چې له امله یې دویته دمرګ ژوبلي ترڅنګ دوسلوزیرمي یې هم نیول سوي دي ،چارواکې داهم منې چې دطالبانوسره مخ پتي بهرني وسله وال چې شمیریې هم خوراډیردی په پرمختللووسلوهم سمبال دي دجګړې په لومړۍ کرښه کې ددوی سره مرسته کوي، ولایتي شوراهم دبهرنیووسله والوشتون سخت اندیښمن کړي اودغه وسله وال پاکستاني اوایراني یادوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم پخواني حکومت دملکي مرګ ژوبلي دمخنیوي په موخه دشپنیوعملیاتومخه ډب کړه خواوس تازه په هلمندکې دملي اردوځواکونو یوواربیادشپنیوعملیاتودپیل اوپه ډيری برخوکې دلاسته رواړنویادونه کوي ،تورنجنرال محمد معیین فقیر وایې دوی شپني عملیات دوسله والوپرپټنځایونو،دوسلوپرزیرمو،اوهمدارنګه ددوی پرقوماندانانوترسره کوي چې په دغه برخه کې ډيری لاسته رواړني هم لري.

هغه وایې دپخوانیوننګونولمخي یې په شپنیوعملیاتوکې دملکي مرګ ژوبلي مخه په کلکه نیولي ده ،خوپه هلمندکې تازه ننګونه داهم ده چې دطالبانوسره په ډیرشمیربهرني مخ پټي وسله وال مرسته کوي چې په خورامهمواوپرمختللووسلوهم سمبال وي.

دهلمند ولایتي شوراهم دبهرنیووسله والودشتون څخه دسختي اندیښنې ترڅنګ دغه وسله وال دګاونډيوهیوادنوپاکستان اوایران یادوي .عبدالمجیداخندازاده وایې اوس مهال دوسله والودماتولویوازنۍ لارشپني عملیات دي .

که څه هم له تیروشپږمیاشتوراهیسې دلاسه وتلوسیمولپاره نه عملیات پیل سوي اونه هم نیول سوي دي خوچارواکې اوس په دې ولایت کې دطالبانوپروړاندي دشپنیوعملیاتودپیل کیدوخبرورکوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر