۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

په هلمندکې دمعدن اوپطرولیم دریاست ودانۍ په شااوخوا۱۲ میلیونه افغانیوجوړه سوه .

راپور—۲۰۱۵—۸—۵—
په هلمندکې دمعدن اوپطرولیم دریاست ودانۍ ګټي اخیستني ته چمتوه سوه .
چاراکې وایې یاده ودانۍ یې دشاه اوخو۱۲ میلیونه افغانیوپه لښګت دیادوزارت په ځانګړي بودیجه یې جوړه کړي ده ،هلمندوالي وایې دوی هڅه کوي چې په دې ولایت کې دبیارغاوني په برخه کې خپلوهڅوته دوام ورکړي اوډیرژربه دیوشمیرنورریاستونوودانۍ هم جوړي اوګټي اخسیتني ته وسپاري ،دیادریاست چاروکې وایې وړاندي تردي یې په دغه برخه کې خوراډيري ستونزي درلودي چې ددوی پرکارونویې منفي اغیزي کړي وې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي وایې دغه ودانۍ چې دشااوخوا۱۲ میلیونه افغانیوپه لښګت دیادوزارت په ځانګړي بودیجه په دوه پوړه کې جوړه سوي داړتیاوړټولي اسانتیاوي یې هم په پام کې نیول سوي دي ،والي میرزاخان رحیمي وایې داچې دلته ډيری معدنونه موجودي دوی اوس پریوه داسي پلان کارکوي ترڅوشته ټول معدنونه مشخص اودراایستلولپاره یې لاس په کاروسوي دي .

والي همدارازپه دې ولایت کې دیوشمیرنوروبیارغنیزوپروژدکاردپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ،پرهمدي مهال په هلمندکې دمعدن اوپطرولیم ريس وایې داچې وړاندي تردي دوی ځانګړي ودانۍ نه درلوده نوپه خپلوکارونوکې له ګڼوستونزوسره مخ وه چې اوس مهال به یې نه یوازي په کارونوکې ډیروالی راسي بلکي به ورسره سم هغه ستونزي هم راکمي سي چې دمعدنونوپه پیژندلوکې ورسره مخامخ وه .


هلمنددهیواد دهغه ولایتوپه کتارکې دی چې ترمځکي لاندي یې ډيری بیلابیل کانونه موجودچې دډلي څخه یې یوهم دنادره عناصرو کان دی چارواکې وایې نادره عناصرپه فضايي بیړیو،الوتکواو په اټم بم کې هم تري استفاده کیږي ،خودم ګړی په دي ولایت کې پیداسوي کانونه نه یوازي چې په غیري فني توګه تري استفاده کیږي بلکې په غیري قانوني توګه را استل کیږي چې دغه چاري اندیښنې راپیداکړي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر