۱۳۹۴ شهریور ۱, یکشنبه

پرموسي کلاولسوالۍ دایساف ځواکونوهوایې بمباریوجګړه سړه کړي ده .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۳—
ایساف ځواکونه تیره شپه دهلمندپه موسي کلاولسوالۍ کې بمباري کړي چې شاه اوخو۳۰ وسله والوته مرګ ژوبله اړولې .
دهلمنددوالي ویادندوایې دایساف ځواکونو دغه هوایې بردونوپه موسي کلاولسوالۍ کې حالت عادی کړی اوډیرژربه یادي ولسوالۍ ته دعملیاتولپاره نوي تازه دمه سرتیري هم ولیږي .
خودموسي کلاولسوالۍ قومي مخور وایې دتیري شپي په هوایې بردونوکې تر ۴۰ ډیروسله والو وژل سوي اوهمدارنګه په یادشمیرکې نوروسله وال ټپي سوي هم دي .
نورحال حال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندپرموسي کلاولسوالۍ وروسته له هغه ایساف ځواکونو خپل  هوایې بریدونه پیل کړه چې دموسي کلاولسوال اوقومي مخوروتیره ورځ اندیښنه ښوده که یې مرسته ونسي ولسوالۍ به  دوسله والوطالبانولاسته ولویږي ،دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې تیرشپه دایساف په هوایې بریدکې ۳۰ وسله طالبان وژل سوي اوګڼ شمیرنورټپیان سوي دي ،هغه وایې تیره ورځ دپنځلس په شاه اوخواکې افغان امنیتي ځواکونوته هم مرګ ژوبله اوښتي ده .

دځواک په خبره دمرکزپه سلااومشوره یې دلته پریولړامنیتي پلانونوکارکړی دی اوډیرژربه نوي تازه دمه سرتیري یادي ولسوالۍ ته دعملیاتولپاره ولیږل سي ترڅودشمالي هلمنداوپه ځانګړي توګه دموسي کلاولسوالۍ په امنیتي برخه دپام وړبدلون راولي .

دموسي کلاولسوالۍ قومي مخورهم دامنې چې تیره شپه په یاده ولسوالۍ کې دایساف ځواکونوپه هوایې بمباریوکې په ډيرشمیروسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده اوډیری وسایل یې هم ویجاړسوي دي چې له امله یې اوس مهال جګړه سړه سوې ده ،وسله والوطالبانوتراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي ددې ډلي ویاندقاري یوسف احمدي ادعاکوي چې تیره شپه یې دسنګین ولسوالۍ په بازارکې دامنیتي ځواکونو دوه پوستي نیولي اونهه افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي دي خوچارواکې ددوی دغه ادعانه منې ،موسي کلاولسوالۍ چې یوه غرنۍ ،اوپیچلې عراضي لري نودوسله والوطالبانوداوسیدواوپټنځایونولپاره یوه ترټولښه سیمه بلل کیږي داولسوالۍ دمرکزلښکرګاه ښارپه شمال کې په ۱۱۰ کلیومترۍ کې پرته ده چې دنوزاد،سنګین ،اوکجکي ،ولسوالیوسره هم ګډه پوله لري .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر