۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

دګرشک اونوزادولسوالیوترمنځ دسړک چاري په پاخه اواساسي توګه راپیل سوې.

راپور—۲۰۱۵—۸—۱۳—
دهلمند دګرشک اونوزادولسوالیوترمنځ دسړک چاري په پاخه اواساسي توګه راپیل سوې.
چارواکې وایې پریادسړک ۲۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې دنړیوال بانک لخواورکول کیږي ،دغه سړک چې ټول ټال ۴۵ کلیومتره دی خودم ګړی یې د۱۵ کلیومتره چارې راپیل کړي دي چې چاري به یې په ۱۴ میاشتوکې بشپړي سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دفوایدعاي دریاست چارواکې وایې دغه سړګ چې ګرشک اونوزادولسوالۍ سره نښلوي په راتلونکو۱۴ میاشتوکې به په پاخه اوساسي توګه جوړه سي ،ددوی په خبره یاد سړک چې ټول ۴۵ کلیومتره دی خودم ګړی دوی یوازي د۱۵ کلیومتره چاري په پاخه اوساسي توګه دنړیوال بانک په مالي مرسته د۲۵۵ میلیونه افغانیوپه لګښت راپیل کړي .

هغه وایې دپاته نورسړک چاري به له دغه سړک ترغیدوروروسته راپیل کړي چې بیابه دګرشک اونوزادولسوالیوترمنځ دلوی لاري پراته خنډونه لمنځه تللي وي  ،پرهمدي مهال هلمندوالي یوواربیاپه دې ولایت کې دهرډول لوی اووړودبیارغاوني دپروژوڅخه دکلکي څارني اوهرډول مرستي ژمنه وکړه .هغه وایې هیچاته به اجازه ورنکړي چې دخپلوشخصي ګټودترلاسه کولوپه برخه کې په دي ولایت کې روانووپروژوته زیان ورسوي .

والي وایې دیادسړک په جوړیدوبه نه یوازي دګرشک اونوزاولسوالیوداوسیدونکوپرتي ستونزي حل سي بلکې به دیادسړک په جوړیدوددواړوولسوالیوپرامنیتي چاروهم مثبت تاثروکړي ،په هلمندکې دتیرپه پرتله دبیارغاوني کارونه خورالږدي خوچارواکې وایې چې دناامنیودراکمیدوسره سم به دلته ډيری نوري پروژي هم پلي کړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر