۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

دهلمندولایتي شورایوځل بیاپرلښکرګاه ښاروالۍ دمځکودغصب اودپراخ فساد تورپوري کړ.

راپور—۲۰۱۵—۸—۲—
دهلمندولایتي شورایوځل بیاپرلښکرګاه ښاروالۍ دمځکودغصب اودپراخ فساد تورپوري کړ.
دوی وایې دښاروالۍ چارواکې نه یوازي په فسادکې غرق دي بلکې ډیری کسان یې په خپلوکې په جنجال هم اخته کړي دي چې له امله يې ډيری ستونزي زیږولي دي ،دولایتي شوارریس وایې دویته کاراوخلک هیڅ ارزښت نلري یوازي دپیسوپه ټولولوبوخت چې دغه چاري ددوی انديښني راپاره ولي دي، خودښاروالي مرستیال وایې که په دغه برخه کې کوم اسنادوي دوی اماده دي چې جواب وواایې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوراریس پرلښکرګاه ښاروالۍ له دي کبله توري پوري کوي چې نه یوازي په پراخ فسادکې لاس لري بلکې اوس هم په لښکرګاه ښارکې په پراخه کچه مځکي غصب کیږي چې له امله یې ښاریانوته بیلابیلي ستونزي  رامنځته کړي دي،هغه وایې څوکسانوته یوه نمره مځکه ویشل په ښارکې دولتي اودشخصي مځکوویش بله هغه مسله ده چې ولایتي شوراهم اړسوه ترڅوخپل غبرګون وښه یې .

خوپرهمدي مهال دلښکرګاه ښاروالۍ مرسیتال وایې هیڅ داسي اسنادوجودنلري چې ګواکې ښاروالۍ دي پرخپل سره دولتي اویاهم شخصي مځکي ویشلي وي ،هغه وایې په ښارکې ټولي ویشل سوي نمري اومارکیټونه دپلان اونقشي سره سم دښاروالۍ له لوري ویشل سوي دي که دغیري قانوني کړنوپه هکله دچاسره اسنادوي دوی اماده دي چې جواب ووایې .

خودولایتي شوارریس خبرداری ورکوي که ولایتي چارواکې په دي ولایت کې دمځکودویش اوپه اداروکې دپراخ اداري فسادپروړاندي چپه خوله پاته سي ولایتي شواربه یې پروړاندي جدي غبرګون وښه یې .


ولایتي شوارپه داسي حال کې یوواربیاپرلښکرګاه ښاروالۍ دمځکودغصب اوپراخ اداري فسادله امله توري پوري کوي چې وړاندي تردي دښاروالۍ ،اوعموي ریاست مامورینوهم په ښاروالۍ کې دفسادپه اړه پرلاریونونوسربیره ان ځینویې خپلي خولي هم ګنډلي وې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر