۱۳۹۴ شهریور ۷, شنبه

هلمندي ځوانانو هلمندڅنګه ژغورلی سوترنامه لاندي یوګډ حرکت راپیل کړ.

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۹—
هلمندڅنګه ژغورلی سو؟دهلمندولایتي شوار،مدني فعالین اوځوانانومټي رابډوهلي ترڅودروانوناامنیودمخنیوي لپاره یوه حل لاره ولټوي ،دغه ګډحرکت دولایتي دشورادریس په مشرۍ راپیل سوی چې  دروانوناخوالواوپه دي ورستیوکې دسختوناامنیودکابوکولوپه برخه کې طرحي جوړي اومرکزي دولت ته یې ولیږي ،خودوی وایې داحرکت به پراخه وي اونوربه دهرډول ناخوالوپروړاندي یومیټی کیږي اوستونزوته به دحل لاري چاري لټوي .
دوی وایې په هلمندکې دروانوسختوناامنیودولسمشراواجراییه ریس دموراومیرې چلند،اوپه دواړوجرګه ګیوکې دهلمنددخلکوداستازودهلمندپرسره معاملودلته حالت له سختوګواښونوسره مخ کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دکلونوراهیسي روانې ناامنۍ اوبیلابیلي ستونزي دوامداره پاته دي خوداچې په دي ورستیوکې په شمالي هلمندکې وسله والوطالبانوخپلوبریدونوته زور ورکړدنوزاد،اوموسي کلاولسوالۍ یې ترخپلي ولکې لاندي راویستي دهلمندولایتي شورا،مدني فعالینو،اوځوانانوهلمندڅنګه ژغورلی سو،ترنامه لاندي یوګډحرکت راپیل کړترڅونه یوازي دناامنیوپه کابوکولوکې مرسته وکړي بلکې ،داداري فساد،دمځکودغصب ،اودیته ورته په نوربرخوکې به طرحي جوړوي اودستونزودحل په موخه به یې دامنیت شوراسره شریکې کړي ،دوی وایې دمرکزي دولت نه پآملرنه ،په هلمندکې ناسم مدیریت ،دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ ددي لامل سوه چې پرله پسي ولسوالۍ دوسله والولاسته ولویږي .

دداکندي پخواني والي قربان علي روزګاني اومدني فعال طوفان وزیري وایې هلمند دګاونډيوهیوادونودپراخولاسوهنوپه مشرانواوولسي جرګه کې دهلمنددخلکوداستازوماملي دلته دناامنیویوبل سترلامل دی چې هلمندیې دجګړې په ځاله بدل کړی.دوی ددغه حرکت هرکلی وکړاوځوانان یې وهڅول ترڅونورددغه بدحالت پروړاندي چپه خوله کښي نني .


دوی وایې ولسشمراواجراییه ریس هم دهلمندسره دمورامیرې چلندکوي چې له امله یې ورځ تربلي دامنیتي برخي ترڅنګ په نوروبرخوکې هم دپام وړستونزي ډيري سوي دي ،دیادولوده چې په دې ولایت کې له کلونووروسته دناامنیواوبیلابیلوستونزوپروړاندي یوولسي حرکت چې هلمندڅنګه ژغورلی سوترنامه لاندي دولایتي شورا،مدني فعالینو،اوځوانانولخوا څخه دهلمنددولایتي شورادریس په مشرۍ راپیل سوی چې داحرکت به ددوی په ویناولسوالیوته هم وغځوي ترڅودځوانانوپه مټ رواني جګړيته دحل لاره ولټوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر