۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

دموسي کلاولسوالۍ قومي مخوروایې دوسله والوطالبانوسختوبریدونویاده ولسوالۍ دسقوط سره مخ کړې ده .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۲—
دهلمندپرموسي کلاولسوالۍ دوسله والوطالبانوسختوبریدونودسقوط سره مخ کړې ده .
ددي ولسوالۍ قومي مخورچې دمدني ټولنودهمږغي په مرکزي کې سره راټول سوي وه پرحکومت ږغ وکړه که په موسي کلاولسوالۍ دشته امنیتي ځواکونوسره ژرترژره مرسته ونسي  دولسوالۍ اوقوماندانۍ مرکزبه هم دوسله والولاسته ولویږي ،دولایتي شوارغړي هم پردولتي چارواکوله دي کبله نیوکه کوي چې دشمالي هلمند دناامنیوپه کابوکولوکې پاته راغلي دي .
هڅه مووکړه چې په دي اړه دولایتي چارواکونظرهم ولروخوهغویودتیرپه څیرله څه ویلوڅخه ډډه وکړه
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې له تیرودوکلونوراهیسي دوسله والوطالبانواوافغان دولت ترمنځ سختي جګړي دوام لري دموسي کلاقومي مخوروایې دنوزاد دولسوالۍ ترنیول کیدو وروسته داځل وسله والوطالبانو موسي کلا ولسوالۍ ترخپلوسختوبریدونولاندي راویستې ده ،دغه قومي مخوراومدني فعالین وایې له تیري یوي اونۍ راهیسي یاده ولسوالۍ ترسختي محاصرې لاندي ده چې دم ګړی یوازي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ مرکزددولت په واکې دی .

دغه مشران وایې دافغان ځواکونوڅخه نیول سوي وسلي اوزغروال ټانګونوڅخه اوس مهال وسله وال طالبان ددوی پروړاندي دجنګ په لومړي کرښه کې تري استفاده کوي چې دولسوالۍ دسقوط یولامل همدادی ،دوی وایې که دهوايې ځواک په مرسته یادټانکونه لمنځه ولاړي نسي حالات به نورهم ترینګلي سي ، دولایتي شوراغړویوواربیاپرولایتي چارواکوله دي کبله سختي نیوکي وکړي چې دیادوولسوالیولپاره دامنیت په راویستلوکې پاته رغلي دي .دوی وایې که څه هم په وار واریې دچارواکوسره په دغه برخه کې خبري کړي دي خودهغویودنه پاملرني له امله دنوروولسوالیوترڅنګ اوس مهال موسي کلاهم دسقوط سره مخ سوه.

وکیلان وایې که مرکزي دولت ډیرژریادولسوالیوته جدي پام وانه ړوي اوهمدارنګه دیادولسوالیولپاره تازه دمه سرتیري ونه لیږي نه یوازي به موسي کلاسقوط وکړي بلکي دسنګین اوکجکي ولسوالۍ به هم ددولتي واکه ووځي ،دموسي کلاولسوالۍ په اړه نه یوزاي ولایتي اداره څه وایې بلکې امنیتي چارواکې هم له څه ویلوڅخه ډډه کوي .په داسي حال کې چې له ډيري مودي راهیسې خبریالان معلوماتوته دلاس رسي په برخه کې له سختونزوسره مخ سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر