۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

عبدالمتین :دنوازد ولسوالۍ لا اوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې ده .

راپور—۲۰۱۵—۸—۱۸—
دهلمند دنوازد ولسوالۍ لا اوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې ده .
دنوزادولسوالۍ قومي مشرعبدالمتین وایې دولتي چاراواکې یوازي ددانې په سیمه کې اوسي اونوره ټوله ولسوالۍ په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې ده ،هغه وایې وسله والوطالبانوپه زیاته پیمانه مځکي ماینونه ځای پرځای کړي دي او اوس هم هره ورځ ددواړولورو درني جګړي دوام لري ،نوموړی وایې داچې نوزادولسوالۍ غرنۍ اوپیچلي سیمه ده نواړیتاده چې په ډيرشمیرامنیتي ځواکونه یې دبیانیول کیدولپاره لاس په کارسي ،په ورته وخت کې دهلمنددوالي ویاند په دي اړه څه نه وایې چې نوزادولسوالۍ اوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې ده خوزیاته وي دملکي مرګ ژوبلي دمخنیوي په موخه یې دولسوالۍ مرکزته دري کلیومتره تغیرورکړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دنوزادولسوالۍ لااوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې ده ،دیادي ولسوالۍ قومي مشرعبدالمتین وایې له شاه اوخوادریواونیوراهیسي کله چې وسله والوطالبانونوازد ترخپلي ولکي لاندي راویسته مرکزي سیمي یې اوس دوسله والوسره په واکې دي،هغه وایې افغان امنیتي ځواکونه یوازي ددانې په سیمه کې اوسي اوولسوالۍ نورپه بشپړه توګه دوسله والوطالبانوپه ولکه کې ده چې هره ورځ ددواړولورودرني جګړې هم دوام لري .

هغه وایې داچې نوزادولسوالۍ یوه غرنۍ اوپیچلي سیمه ده نواړیتاده چې دیادي ولسوالۍ دبشپړه نیول کیدولپاره په زیات شمیرامنیتي ځواکونه ولیږل سي ،دنوموړي په خبره کله چې وسله والوطالبانویاده ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راویسته ده په زیات شمیرمځکي ماینونه یې ځای پرځای کړي دي چې ددولتي ځواکونه دپرمختګ مخه یې نیولي ده ،هغه وایې اوس هم هره ورځ ددواړولورودرني جګړي دوام لري چې له امله یې دملکي خلکوژوندهم له سختوکړاونوسره مخ کړی دی .

نومړی وایې داچې چارواکې دحقایقوڅخه سترګې پټوي اودشته ستونزوله امله مرکزي دولت ته هم ناسم راپورونه ورکوي نوځکه په سیمه کې حالات ورځ تربلي ترینګلي کیږي ،پرهمدي مهال دهلمنددوالي ویاندپه دي اړه څه نه وایې چې دولسوالۍ مرکزي سیمي اوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې دي ولي زیاته وي دملکي مرګ ژوبلي دمخنیوي په موخه یې دولسوالۍ پخوانی مرکزدري کلیومتره لري یوي خوندي سیمي ته انتقال کړی دی اوپه نوزادکې اوس مهال کومه خاصه ستونزه نلري .

دوسله والوطالبانوویادقاري یوسف احمدي هم خبریالانوته په لیږل سوي ټلیفوني پیغام کې ویلي چې دولسوالۍ مرکزاوس هم ددوی سره په واکې دی ،دهلمندنوازدولسوالۍ مرکزشاه اوخوادري اونۍ وړاندي وسله والوطالبانوترخپلي ولکي لاندي راویسته چې له دریووروځووروسته چارواکوخبریالانوته دبیرته نیول کیدوخبرورکړخوله هم هغه مهاله تراوسه دیادي ولسولۍ په اړه کره معلومات نه دي ورکول سوي اواوس هم دنوزاد په اړه ضداونقیض راپورونه ورکول کیږي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر