۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

دهلمندموسي کلاولسوالۍ یوواربیا افغان امنیتي ځواکونوترخپلي ولکي لاندي راویسته .

راپور۲۰۱۵—۸—۳۰—
دهلمندموسي کلاولسوالۍ یوواربیا افغان امنیتي ځواکونوترخپلي ولکي لاندي راویسته .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې کومي سیمي چې افغان امنیتي ځواکونودیوه تکتیک لمخي خوشي کړي وي تیره شپه افغان وسله وال پوځ ترخپلي ولکي لاندي راویستې دي .
والي وایې دمرکزسره یې په ګډه په هلمندکې دټولوناامنه سیمولپاره دعملیاتولوی پلان جوړکړی چې ډيرژربه په ټولوهغه سیموکې پراخ عملیات پیل سي چې دوسله والوپه ولکه کې اویاهم ددوی دتهدیدسره مخ دي ،دښاغلي رحیمي په خبره په موسي کلاولسوالۍ کې یې تر۳۰۰ ډیرووسله واولوته مرک ژوبله اړولي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې تیره شپه یې دهلمند دموسي کلاولسوالۍ هغه سیمې چې څوورځي وړاندي وسله والوطالبانونیولي وې یوواربیادافغان امنیتي ځواکونولاسته ولویدې ،والي داخبره ردکړه چې موسي کلاپه بشپړه توګه دوسله والوطالبانولاسته لویدلي وه ،نوموړی وایې دملکي کسانودمرګ ژوبلي دمخنیوي په موخه یې دولسوالۍ مرکزي سیمي پرایښې چې تیرشپه افغان وسله وال پوځ بیرته په خپل واکې واخیتسې ،والي میرزاخان رحیمي وایې داچې وسله وال غواړي ځیني ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولي خودوی به یې هرډول پلانونه له ماتي سره مخ کړي .

هغه وایې دسیمي اوسیدونکوورته ویلي چې په موسي کلاولسوالۍ کې دوسله والوطالبانوسره پاکستاني ،عرب ،چیچنیایې ،او اوزبک وسله وال هم شامل دي خووالي وایې لاتراوسه دویته په دي اړه کره معلومات په لاس نه دي ورغلي ،هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې دموسي کلاولسوالۍ دنیول سوسیموپه روانوعملیاتوکې شاه اوخوادري سوه وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده ،هغه وایې په یادونښتونکې ۳۳ دافغان وسله وال پوځ سرتیروته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ،هلمندوالي وایې دوی دمرکزسره په همږغي پریوه داسي قوي پلان کارکړی ترڅوپه دې ولایت کې ټولي هغه سیمي چې دوسله والوپه ولکه کې دي اویاهم ددوی ترتهدیدلاندي پري عملیات به کوي  او ددوی پلي سوي پلانونه به له ماتي سره مخ کړي .


دهلمند دنوزاد ترولسوالۍ وروسته وسله والوطالبانوپرموسي کلاولسوالۍ خپلوبریدونوته زور ورکړچې بلااخره یې څلورورځي وړاندي دولسوالۍ ،اوامنیه قوماندانۍ مرکزي سیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستې خوتیره شپه افغان وسله وال پوځ دخپلوهوایې اومځکنیوعملیاتوپه نتیجه کې یوورابیادموسي کلاولسوالۍ نیول سوي سیمي دوسله والوطالبانوڅخه ونیولې .  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر