۱۳۹۴ مرداد ۱۰, شنبه

په هلمندکې دکرني دریاست له لوري دجرګانودمرضیولپاره یومجهزلابراتوارجوړسو.

راپور—۲۰۱۵—۸—۱—
په هلمندکې دکرني دریاست له لوري دجرګانوددمرضیولپاره یومجهزلابراتوارجوړسو.
دیادریا ست چارواکې وایې وړاندي تردي دوی په دغه برخه کې له پراخوستونزوسره لا س اوګریوان وه چې دیادمرکزپه جوړولوسره به ترډيره یادي ستونزي راکمي سي ،دوی وایې په هلمندکې دچرګانو د ۴۰  فارمونو څخه ۲۳ فارمونه دواکسین دنشتوالي له امله په ټپه وتړل سوي دي ، دوی وایې دغه مرکزدکلیودپراختیادریاست په مرسته دڅه کم یونیم میلیون افغانیوپه لګښت جوړسو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دکرني دریاست چارواکې وایې په دې ولایت کې په لومړي ځل دکلیودپراختیاریاست په مرسته دچرګانودمرضیولپاره یومجهزلابراتوارجوړاوګټي اخستني ته وسپاره ،چارواکې وایې دلته دچرګانود۴۰ فارمونوڅخه ۲۳ یې دبیلابیلومرضیواودواکسین دنه شتتون له امله په تپه تړل سوي دي چې ګڼي اقتصادي ستونزي یې هم رامنځته کړي ،خوزیاته وي وروسته له دي به دهغه پانګوالوسره یادمرکزپوره مرسته وکړي چې غواړي له دي لاري پانګونه وکړي.

 په ورته وخت کې دکلیودپراختیادریاست چارواکې وایې یادمرکزیې دکلیودپراختیادریاست په مالي مرسته دڅه کم یونیم میلیون افغانیوپه لګښت جوړاوګټي اخستني ته یې وسپاره ،پرهمدي مهال دیادمرکزکارکونکې وایې وړاندي تردي دوی دچرګانودمرضیودنه تشخص په برخه کې له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان وه چې نه یوازي یې پآنګوالوته مالي زیانونه واړوړل بلکې په ډيرشمیردچرګانوفارمونه هم وتړل سول چې دیادمرکزپه جوړیدوبه نه یوازي یادفارمونه جوړسي بلکې به پانګوال یوځل بیاله دغه لاري پانګونه وکړي .


هلمند دافغانستان یوله هغه کرنیزوولایتونوپه کتارکي دی چې تراتیاسلنه کرنیزي مځکي لري خوکرونده ګروایې که دولت له دوی سره دکیمیاوي سري اواصلاح سوتخمونوسربیره دمحصولاتولپاره یې دمناسب بازارپه لټه کې سي نه یوازي به دلته دکوکنارودکرکیلي مخه نیول سوي وي بلکې به دکرونده ګروسره په اقتصادي برخه کې دپام وړپرمختګ رامنځته سوی وي  .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر