۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

په هلمندکې ترڅلویښت سلنه دډيروخلکواقتصادي حالت دګواښ سره مخ دی .

راپور—۲۰۱۵—۸—۹—
په هلمندکې ترڅلویښت سلنه دډيروخلکواقتصادي حالت دګواښ سره مخ دی .
په هلمندکې داقتصادریس وایې دناامنیو،دمرسته کونکوهیوادونودمرستوکموالی ،اودډونردنه شتون له امله په دي ولایت کې دخلکواقتصادي حالت له ډیروننګونوسره مخ دی .
هغه وایې که دولت دخلکولپاره دکارکولوزمینه برابره کړي، کیداسي تریوه بریده دخلکواقتصادوغوړیږي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د روانوناامنیو،دمرسته کونکوهیوادونودمرستودکموالي ،اوپه دغه برخه کې دډونردنه شتون له امله دخلکواقتصادي حالت ترڅلویښت سلنه زیات له ننګونوسره مخ دی ،په هلمندکې داقتصادریس نثاراحمد احمدي وایې داچې دلته ناامنۍ دوامداره سوې نونه یوازي یې دخلکواقتصادي حالت له لویوستونزوسره مخ کړبلکې یې څومري چې تمه کیده په هغه ډول دخلکولپاره دکارکولوزمینه هم نه سوه برابره چې یادي ستونزي یې رامنځته کړي .

هغه وایې که په هلمندکې دشته فابریکوچاري څنګه چې اړیتاده هغه ډول یوځل بیاراپیل سي نه یوازي به دلته دخلکولپاره دکارکولوزمینه برابره سوې وي بلکې به دخلکوپه اقتصادي برخه کې هم دپام وړښه والی راسي .


احمدي وایې که په هلمندکې دبیارغاوني کارونه ،دپخواپه پرتله یوواربیاراپیل سي دغه چاره به دخلکوپر اقتصادي برخه هم دپام وړمثبت تاثروکړي .هلمندکه څه هم دهیوادپه سطه دکوکناروپه کرکیله قاچاق ،اوپه ناامنیوکې لومړی ځای لري خونه یوازي دغه چارې دلته دعاموخلکوپراقتصادي حالت بدي اغیزکړي بلکې یې ډیری وختونه په اداروکې دفساد،دمځکودغصب، بي عدالتیو،اودیته ورته په نوروبرخوکې دملکي اونظامي چاروکودناسم چلندڅخه هم ترپوزي رسیدلي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر