۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبه

په هلمندکې دهیوادپه سطه ۴۶ سلنه دکوکناروکښت ډیرسوی په داسي حال کې چې اوس مهال دلته دوهم فصل کوکنارهم کرل کیږي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۴—
دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې پراخي ناامنۍ اودکوکناروددوهم  کښت ښه حاصل اوپراخ فصلونه .
دهلمندیوشمیرکرونده ګروایې دکوکنارودوهم فصل په شمالي غرنیوسیموکې ترلومړي فصل ښه حاصل ورکوي چې دکرونده ګرودمجبورۍ لمخي ورته مخه کړي ده ،کرونده ګروایې دکوکنارودکښت دوهم فصل نه یوازي چې ښه حاصل ورکوي بلکې ددولت له لوري یې کمپاینونه هم نسته چې له امله یې کرونده ګرپه ډيره پیمانه حاصل په لاس راوړي ،دنشه یې توکوسره مبارزي چارواکې هم دامنې چې په شمالي ولسوالیواوځینونوروسړوسیموکې دوهم فصل کوکنارکرل کیږي خودکره شمیرپه اړه یې معلومات نلري .
دټول هیوادپه سطه یوازي په هلمندکې  ۴۶ سلنه کوکنارکرل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 هلمندکه څه هم دهیوادپه سطه دکوکنارپه کرکیله کې لومړی ځای درلود خواوس مهال په دې ولایت کې دوهم فصل دکوکناروکښتونه ترلومړي ځل ښه حاصل ورکوي ،یوشمیرکرونده ګروایې داچې دولت ورسره کړي ژمني عملي نکړي نودمجبورۍ له وجې اړسوله چې دمنې په موسم کې هم  په دښتي اوغرنیوسیموکې دکوکنارودوهم کښت ته مخه کړي ،کرونده ګروایې دوهم فصل دکوکناروځکه ورته ګټوردی چې ترلومړي فصل یې حصل ډيراودولت هم ورته خاصه پاملرنه نکوي .

دغه کرونده وګروایې که دولت دکرني په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي اوهمدارنګه بیکاره کسانوته دکارکولوزمینه برابره سي اړندي چې دکوکناروکښتونوته مخه کړي ،په ورته وخت کې دنشه یې توکوسره دمبارزي چارواکې بیاپه دي ولایت کې دکوکنارودکښت د۴۶ سلنه زیاتوالي څخه خبرورکوي دنشه یې توکوره دمبارزي ریس دامني چې په دي ولایت کې دوهم فصل کوکنارهم کرل کیږي ولي دکره شمیرپه اړه يې څه نه وایې .


دعزیزي په خبره داچې هلمنددهیوادپه سطه دکوکناروپه کرکیله کې لومړی ځای لري دتیرفصل په دي ولایت کې پرسل زره هکټاره مځکه کوکنارکرل سوې وه چې یوازي دولت ۳ زره هکټاره دکوکناروکښتونه لمنځه یوړل .شنونکې وایې داچې په شمالي هلمندکې ناامنې ورځ تربلي ډيریږي یولامل یې همدادکوکنارودکرکیلي دوهم فصل دی ،ددوی په باورکه یې مخه ونه نیول کیداسي دلته ناامنۍ دوامداراه اوپایلي به یې خطرناکه وي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر