۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

دګرمسیرولسوالۍ قومي مشران وایې پاکستان دطالبانو په نوم په افغانستان کې خپله جګړه پرمخ وړي.

راپور—۲۰۱۵—۸—۴—
دهلمنددګرمسیرولسوالۍ قومي مشران وایې پاکستان دطالب په نوم په افغانستان کې خپله جګړه پرمخ وړي
دوی دملي یوالي دحکومت څخه جدي غوښتنه وکړه ترڅوپرافغانانودتپل سوي جګړي چې دطالب په نوم روانه ده پوره پلټني وکړي ،قومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل داچې دوه کاله وړاندي دطالبانومشروژل سوی دی تراوسه یاده جګړه چاه اوڅنګه رهبري کیده ،دوی وایې دپاکستان حکومت غواړي له دغه لاري دلته خپلوموخوته ورسیږي خوګواښ کوي چې دهرډول تیري پروړاندي په کلکه ولاړدي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددګرمسیرولسوالۍ قومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل دافغانانوسره روانه جګړه دطالب نه بلکې دپاکستان څارګرې ادارې خپلوموخوته درسیدوپه هدف په لاره اچولې ده ،دوی وایې داچې دطالبانومشردوه کاله وړاندي وژل سوی تراوسه دافغانانودوژل کیدواوپه افغانستان کې دروانې جګړي رهبرې دچااوله کومي خواورکول کیده ،قومي مشرانوګواښ وکړداچې دطالب په نوم دپاکستان دولت پرافغانانودجګړه تپلي نودوی هم اماده دي چې دپاکستان پروړاندي په خپله ودریږي .
قومي مشرشاه جها ،عبدالولي مجاهد،اوشاه خان ...........واکسپاپ.
دوی نه یوازي دخپل دولت اونظامي ځواکونوڅخه خپل کلک ملاتړاعلان کړبلکې یې په افغانستان کې دسولي دټنګښت غوښتنه هم وکړه ،قومي مخوروایې افغان دولت ته په کاره چې دنوردپاکستان دلاسوهنواودهغیودهدفونومخه په کلکه ونیسي .
قومي مشربازمحمدخان ،اوارین صیب.........واکسپآپ.
دغه قومي مخوروایې که افغان دولت ورته امروکړي دوی اماده دي چې دخپلوامنیتي ځواکونوسره یوځای د هیواد دپولوڅخه دسرپه بدله هم ساتنه وکړي ،ګرمسیرولسوالۍ که څه هم دګاونډي هیوادپه کستان سره پرپوله پرته ولسوالۍ ده خودم ګړی دیادي ولسوالۍ داولسونوپه پراخه مرسته یې امنیتي چاري دپوره ډاډ وړاودهیوادپه سطه دیوي نمونې په توګه یادولای سو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر