۱۳۹۴ مرداد ۲۶, دوشنبه

دوزارت له لوري دبودیجي دنه ورکړي له امله سل ښوونځۍ دتړل کیدودګواښ سره مخ دي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۱۷--
دپوهني دوزارت له لوري دهلمند دپوهني ریاست ته دبودیجي دنه ورکړي له امله سل ښوونځۍ دتړل کیدودګواښ سره مخ دي .
دپوهني دریاست چارواکې وایې دتیرکال په پرتله یې دې ولایت ته سږکال څه باندي ۶۰ میلیونه افغانۍ بودیجه کمه ورکړي ده چې له امله یې نه یوازي تر۱۳ سوه  ښونکوتنخواګاني له ستونزوسره مخ دي بلکې سل ښوونځۍ یې دتړل کیدوله سترګواښ سره مخ هم دي ،دوی وایې که څه هم په دغه برخه کې یې دیادوزارت سره خبري کړي هم دي خوهغویوورته مثبت جواب نه دی ورکړی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې که څه هم ۱۸۳ ښوونځۍ دناامنیواوبیلابیلوستونزوله امله په پټه تړل دي خواوس مهال دیادوزارت له لوري دهلمنددپوهني ریاست ته دبودیجې نه ورکړي دلته سل ښوونځۍ دتړل کیدودګواښ سره مخ کړي دي ،دپوهني دریاست اداري مرستیال وایې دپوهني وزارت تیرکال دي ولایت ته ۳۴۷ میلیونه افغانۍ بویجه ورکړي  خوسږکال وزارت دویته ۶۰ میلیونه افغانۍ بودیجه کمه ورکړه چې ددي ولایت سل ښوونځۍ یې نه یوزاي دتړل کیدوله ګواښ سره مخ کړې بلکې یې دشاه اوخوا۱۳ سوه ښوونکوتنخواګاني یې هم ځنډول سوي دي .

هغه وایې دوی سږکال شاه اوخواشل زره نوي زده کونکي هم دښونځیولپاره جلبوي خوکه بودیجه هم داسي کمه وي دوی اړدي چې نه یوازي نوي زده کونکې پریږدي بلکې ورسره سم به سل نوري ښوونځۍ هم وتړل سي .دنوموړي په خبره په دې اړه یې دوزارت سره خبري کړي خوهغویوهم منفي جواب ورکړی دی.

سرحدي وایې په هلمندکې ددوی پروړاندي لوی ګواښ دمسلکي ښونکودکموالي دی اوسم هم دوی دښوونکودتنخوواګانودستونزي سره مخ دي ،دنوموړي په خبره که یاده ستونزه همداسي دوامداره سي دوی نسي کولای چې نوي ښوونکې په دندووګماري ،  هڅه مووکړه چې په دي اړه دپوهني دوزارت دویاندسره هم خبري وکړخوددومداره ټلیفوني اړیکوسره سره هغوی خبروکولوته اماده نسوه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر