۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

په هلمندکې دخپلواکۍ ۹۶ کلیزه دتیروکلونوپه پرتله ډیره کمرنګه اوپه یوه نظامي قرارګاکې ولمانځل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۸—۱۹—
هلمندوالي وایې وسله وال طالبان دونیم کاله دپردیودګټودساتلوپه موخه په افغانستان کې په سلګونه افغانانوته مرګ ژوبله واړول .
هغه دغه څرګندوني دخپلواکۍ دورځي په جوړوسومراسیموکې وکړې ،والي پروسله والوطالبانوږغ وکړچې نوردجګړوڅخه لاس په سراودسولي درواني پروسي سره یوځای سي ،په هلمندکې دخپلواکۍ ۹۶ کلیزه دتیروکلونوپه پرتله ډیره کمرنګه اویوازي دګوتوپه شمار څوقومي مخورواودولتي چارواکوپه یوه نظامي قرارګاکې ولمانځله  .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسرارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دخپلواکۍ ۹۶ کلیزه ددولتي چارواکوولایتي شورااومدني فعالینودجګړي قربانیانوته په وینه ورکولواوپوځي مراسیموسره ولمانځل سوه ،هلمندوالي دیادومراسیموپرمهال نه یوازي پروسله والوطالبانودسولي ږغ وکړبلکې یې داهم وویل چې وسله والوطالبانوپه افغانسان کې دپردیودګټودساتلوپه موخه دکلونوراهیسي جګړه پرمخ وړي په داسي حال کې چې دونیم کاله پخوا یې امرهم وژل سوی دی .

هغه پردیني عالمانوقومي مخورواوځوانانوږغ وکړچې چپه خوله پاته نسي اوپه یاده موده کې دوژل سوافغانانودحقونوڅخه کلکه دفاع وکړي ،پرهمدي مهال په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردومرستیال بیاددي ولایت داوسیدونکوڅخه دافغان امنیتي ځواکونوسره دکلکي همکاري په کولوټنګاروکړ،هغه وایې که اولسونه په هره برخه کې مرسته ونکړي دلته امنیت راتلل ناشونی دی .

په هلمندکې دخپلواکۍ  د ۹۶ کلیزي لمانځلولپاره دتیروکلونوپه پرتله داسي خاص تدابیرنه وه نیول سوي چې عام خلک دي هم یوځای دغه ورځ ددولتي چارواکوسره په خوشحالۍ ولمانځي  ولي سږکال داورځ ډيره کمرنګه یوازي دګوتوپه شمارڅوقومي مخورواودولتي چارواکوپه یوه نظامي قرارګاکي په پوځي مراسیموسره ولمانځله .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر