۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبه

سرحدي پولیسودهلمندپه خانشین ولسوالۍ کې ۳۸۰ کلیوګرامه نشه یې توکې نیولې دي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۷—
په هلمندکې سرحدي پولیسوداته تورونوکسانوسره سلګونه کلیوګرامه نشه یې توکې نیولي دي .
دسرحدي پولیسوچارواکې وایې دغه نشه یې توکې یې دخانشین ولسوالۍ دسرې کلاپه سیمه کې دیوه کمین پرمهال چې په دووعرادوموټرونوکې باروه دیولړنوروتوکوسره نیول سوي دي .
چارواکې وایې یادنشه یې توکې یې دچهارشنبي په ورځ دخپلوپټواواستخباراتي معلوماتوپرمهال نیولي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندخانشین ولسوالې چې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله پرته ده ډیری وختونه پکې دنشه توکوقاچاق براوپه زیاته اندازه نشه یې توکې هم دامنیتي اورګانونووله لوري نیول کیږي ،د۶۰۴ سرحدي زون اداري مرستیال وایې تیره ورځ ناوخته سرحدي پولیسوددي ولایت دخاشین ولسوالۍ دسرې کلاپه سیمه کې ۳۸۰ کلیوګرامه نشه یې توکې چې په لوکسل موټرکې ځای پرځای سوې وه ددوتورونوکسانوسره دیوه کمین پرمهال نیول سوي دي .


نوموړی زیاته وي سرحدي پولیسودخپلوپټواواستخباراتي معلوماتوپربنسټ شپږنورکسان چې ځیني مهمات اوداړیکوټنګولوځیني وسایل هم ورسره وه نیول سوي دي چې دم ګړی ترپلټنولاندي دي ترڅودامعلومه سي چې نیول سوي کسان قاچاق بردي اوکه دوسله والوطالبانوسره اړیکي لري ،بابکرخیل وایې داچې سرحدي پولیس تل په سرحدي سیموکې کمینونه نسي نوله امله یې نه یوازي ترډيره دقاچاق برومخه نیولې بلکې دوسله والودراتلومخه هم ډب کړي ده چې ترډيره په جنوبي ولسوالیوکې دشمالي ولسوالیوپه پرتله امنیتي ننګوني کمي دي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر