۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

دسره صلیب چارواکې وایې په هلمندکې دیوه کال راپه دي خوایې ۶۰۰۰ زره کسانوته مصنوعي غړي جوړکړي دي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۵—
په هلمندکې دسره صلیب چارواکې وایې دیوه کال راپه دي خوایې ۶۰۰۰ زره کسانوته مصنوعي غړي جوړکړي دي .
دوی وایې که په دي ولایت جګړي همداسي دوام وکړي دغه شمیربه تر۸۰۰۰ زرولوړسي ،دیادمرکزچارواکې وایې داچې ناامنۍ ورځ تربلي ډیریږي نودوی هم اړسوله په دغه برخه کې خپل هڅي ډيري کړي چې اوس مهال یې داورتپیدي په برخه کې خپل خدمات دري برابره ډيرکړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دسره صلیب چارواکې وایې دیوه کال په موده کې یې شپږزره هغه کسانوته دبدن مصنوعي غړي اچولي دي چې دجګړودډیروالي له امله یې دلاسه ورکړي وه ،دوی وایې داچې په هلمندکې ورځ تربلي ناامنۍ ډیریږي نودوی هم اړسوله چې خپلوخدمتونوته پراخوالۍ ورکړي ،خوزیاته وي که حالت دتیرکال په پرتله همداسي دوام وکړي دغه شمیربه اته زره ته لوړسي .

دوی وایې دتیریوه کال راهیسي یې ۱۳۰۰ کورنیوسره دخورکاې تومرسته کړي ، ۲۰۳۰ تنه ټپیان اوهمدارنګه ۵۰۰ مړي یې دجګړي دسیمي څخه استلي دي ،ددوی اندیښنه داوه چې ورځ تربلي دجنګ جکړوله امله دقربانیانوشمیرلوړځي ،په ورته وخت کې دولایتي شوارغړواومدني فعالینوبیادیاداداري څخه په ناامنه شمالي ولسوالیوکې ددوی دهڅودزیاتوالي اومرکزونودجوړیدوغوښتنه کوي .دوی وایې داچې په شمالي ولسوالیوکې ناامنۍ په لوړه کچه دي نواړینه ده چې دجګړي دقربانیانولپاره په سیمه کې دیته ورته مرکزونه جوړسي .

پرهمدي مهال په جګړواودماین دچاودنوقربانیان وایې دوی خوښ دي چې په یادمرکزکې ورته مصنوعي لاسونه اوپښي ورته جوړه وي ،دوی وایې وړاندي تردي په خوراسختوستونزوکې راګیروه خواوس مهال یې ترډيره یادي ستونزي حل سوي دي .

په هلمندکې دجګړودډیریدوله امله ورځ تربلي دنظامي ځواکونوترڅنګ دملکي کسانودقربانیوشمیرڅوبرابره لوړسوی دی چې دسره صلیب چارواکې وایې دوی هم په دغه برخه کې خپل خدمتونه دري برابره ورته ډيرکړي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر