۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبه

په افغان سوله کې دګاونډیوهیوادونو لوی خطردی نوځکه یې دمخنیوي هڅي کوي .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۱—
په افغان سوله کې دګاونډیوهیوادونو لوی خطردی نوځکه یې دمخنیوي هڅي کوي .
دغه څرګندوني تیره په لښکرګاه ښاروالۍ کې دخپلواکۍ د۹۶ کالیزي په مناسبت یوي لوی اوشانداره غونډيته قومي مخورواوولایتي چارواکوپه داګه کړې ،ویناوال نه یوازي پرملي یوالي ټنګارکاوه بلکې یې په هلمندکې دجنګ دختمیدواودسولي دراتلوغوښتنه درلوده .
په هلمندکې دتیري شپي شانداره اودخوشحالیوڅخه ډکي شپي یوواربیادښارداوسیدنکوهیلي راژوندۍ کړي
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښکرګاه ښارچوپتیایوواربیاتیره شپه په اورلوبو،اتڼوڼو،اودسیمه ییزي موسیقي په ږغولوسره لري سوه دهیواددخپلواکۍ ۹۶ کالیزه تیره شپه په لښکرګاه ښاروالۍ کې دیوي لوی غونډي پرمهال په خوراښواوشانداره مراسیموسره ولمانځل سوه ،ویناوالو دخپلواکۍ داتل شاه غازي امان الله خان پرکړنوحکومتدارۍ، اوزړه ورتوب خپلي خبري ورټولي کړي وې ،دوی همدارازپه هیوادکې دسولي دنه راتلویولوی لامل دګاونډيوهیوادنولاس وهني وبللي .دملي امنیت ریس بریدجنرال محمدامین قاضي زاده وایې په افغان سوله کې دګاونډیوهیوادونولوی خطردی نوځکه یې دمخنیوي لپاره پوره هڅي کوي ،دسولي دولایتي کومیټي مسول فضل الباري فیاض بیاپریومیټي کیدواوپه کوردننه پرملي یوالي ټنګاردرلود،هغه وایې اوس مهال تربل هروخت دټولوافغانانویوځای کیدوته جدي اړتیاده ترڅودلته یوه دایمي سوله رامنځته سي .

دخپلواکۍ دورځي دغه مراسیم چې دشپي ترناوخته په لښکرګاه ښاروالۍ کې نیول سوي وه په اورلوبو،اتڼوڼو،اودسیمه ییزوهنرمندانولخواپه کنسرتونوسره ولمانځل سوه چې پکي دبیلابیلوسیموڅخه قومي مخورو،اوځوانانوهم ګډون درلود.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر