۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبه

لوی پاسوال عبدالرازق :په هلمندکې روانه جګړه اقتصادي ده چې ګاونډیوهیوادونوپه لاره اچولي ده .

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۰—
په هلمندکې روانه جګړه یوه اقتصادي جګړه ده چې ګاونډیوهیوادونوپه لاره اچولي ده .
دلوی کندهاراپراتیفي مسول جنرال عبدالرازق وایې همسایه ملکونه نه غواړي دلته امن وي هغه ځکه چې بیاددوی ګټي په خطرکې لویږي ،دنوموړي په باورداچې هلمند په جنوب کې یوستراقتصادي ولایت دی نو دوښمن هم هڅه کوي چې دناامنیوپه ډيریدوخپل اقتصادته پیاوړتیاورکړي .
هغه په کوردننه شته تنظمونه دافغانستان په ګټه نه بلکې پردیوته په ګټه ساتلوتورن کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
همسایه ملکونودخپل اقتصادي پیاوړتیاپه موخه په هلمندکې دوسله والوطالبانوڅخه په ګټه اخیستوجګړه پرمخ وړي ،دلوی کندهارپیاوړی پوځي قوماندان اواوپراتیفي مسول جنرال عبدالرازق وایې داچې هلمند په جنوبي ولایتونوکې یوستراقتصادي ولایت دی نوله همدي امله ګاوڼديان هم پوره هڅه کوي دلته ناامنۍ ډيري کړي .نوموړی وایې په هلمندکې بشپړه امنیت راتلل دیادوهیوادونوپراقتصادي حالت بدي اغیزي کوي نوځکه دلته پیچلې جګړه دطالبانوپه نوم پرمخ وړي .

هغه وایې که څه هم دامنیتي ارګانونوترمنځ څه ناڅه ستونزي سته خودحل کولوژمنه یې کوي ،لوی پاسوال عبدالرازق په کوردننه دشته تنظیمونودجوړیدواودهغویودفعالیت څخه هم ناراضه دی ،هغه که څه هم دکوم ګونداوحزب نوم وانه خیست خوزیاته وي ترډیره یې دګاونډیودګټودساتلولپاره هڅه کړې ده .


په هلمندکې روانې  درنې جګړیته تل دګاونډیوهیوادونودګټواودهغویودپراخولاس وهنونوم ورکول کیږي خوتراوسه هم مرکزي دولت یادي جګړېته هیڅ یوه دحل لاره نه ده لټولي چې له امله یې نه یوازي په ډيرشمیرافغان امنیتي ځواکونوته مرګ ژوبله اوړي بلکې ډیری ملکي کسان یې قرباني سوي دي ،خولاهم دچارواکوپه خبره دغه دپردیوتپل سوي جګړه اوس هم تونده روانه ده ،دهلمندوالي ورستیوڅرګندونوچې خپلوامنیتي چارواکوته دناسم امنیت په اړه ګواښ وکړددي ولایت داوسیدونکوسره نوي هیلي راپیداکړي دي ،خولوی پاسوال عبدالرازق دغه څرګندوني په داسي حال کې کوي چې شمالي ولسوالۍ دامهال ترلوړامنیتي ګواښ لاندي دي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر