۱۳۹۴ مرداد ۱۲, دوشنبه

په نادعلي ولسوالۍ کې دیوې ښوونځۍ ودانۍ جوړه اوګټي اخیتسني ته وسپارل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۸—۴—
دهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کې دیوې ښوونځۍ ودانۍ جوړه اوګټي اخیتسني ته وسپارل سوه .
چارواکې وایې یاده ودانې دیوه کال په موده کې دبریتانیاهیوادپه مالي مرسته د ۱۴ میلیونه افغانیوپه لګښت جوړه اوګټي اخیتسني ته وسپارل سوه ،دچارواکوپه خبره په نږدوورځوکوبه په یاده ولسوالۍ کې دڅلورونوروښوونځیودودانیوچارې هم بشپړي اوګټي اخیستنې ته به یې چمتوکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه ودانۍ چې دهلمنددنادعلي ولسوالۍ په زرغون کلې کې شاه اوخوا اوه کاله وړاندي دوسله والوطالبانوله لوري سوځول سوې وه خویوواربیادزده کونکوپرمخ جوړه اوګټي اخیستني ته وسپارل سوه،دپوهني دریاست چاروکې وایې یاده ودانۍ چې دیوه کال په موده کې دبریتانیاهیوادپه مرسته په ۱۴ میلیونه افغانیوپه لګښت په دوه پوړه کې جوړه سوې  پکې داړیتاوړټولي اسانتیاوي یې هم په پام کې نیول سوي دي .

په ورته وخت کې دهلمندوالي میرزاخان رحیمي ژمنه کوي چې په یاده ولسوالۍ کې به دپوهني په برخه کې دهرډول پرتوستونزوپه لمنځ تلوکې پوره هڅه کوي ،هغه دقومي مخوروڅخه پوهني ته په وده ورکولوکې داولس مرسته اړینه یاده کړه .

دنادعلي ولسوالۍ دپوهني مدیروایې دتشکیل لمخي ۳۱ ښوونځۍ لري چې ټولي یې فعاله اودامهال پکې ۱۶۵۰۰ زده کونکي په زدکړوبوخت دي چې له ډلي یې څلورزره انجوني دي ،نوموړی وایې دنوي ودانۍ په جوړیدوسره ۳۱ ښوونځیوله ډلي نه ۱۴ په اساسي توګه ودانۍ لري چې دڅلورونوردجوړیدوچارې یې په بشپړیدودي .


یاده دي وي چې په ټول هلمندکې د۳۸۵ ښوونځیودډلي څخه ۲۷۷ فعاله اوپاته نوریې بندي دي چې ۱۷۳ ښوونځۍ یې ودانۍ لري ۱۹۲ زره زده کونکې پکې زدکړي کوي چې ۵۱ زره یې انجوني دي ،خولاهم په دې ولایت کې شااوخواسل زره زده کوونکې دزدکړوڅخه بي برخي پاته دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر