۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

دهلمند په شمالي ولسوالیوکې موسي کلا هم سقوط وکړ.

راپور—۲۰۱۵—۸—۲۶—
دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې موسي کلا هم سقوط وکړ.
دهلمنددولایتي شوراغړي وایې دتیري شپي دلسوبجوڅخه وسله والوطالبانودیادي ولسوالۍ پرمرکزخپلودرنوبریدونوپه دوام وکړچې دسهاردترشپږوبجودولسوالۍ ،امنیه قوماندانۍ ،اومرکزي روغتون دوسله والولاسته ولویده ،وکیلان وایې دغرمي دشاه اوخولسوبجویادي ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط وکړاودوسله والوطالبانوترولکي لاندي راغله ،دولایتي شوارغړي وایې داچې پرخپل وخت دولسوالۍ امنیتي چارواکوته مرسته ونه رسیده نوله همدي امله ولسوالۍ سقوط وکړ،دهلمند دوالي ویاندیوازي په موسي کلاولسوالۍ کې ددرني جګړي خبره کوي ولي دولسوالۍ دسقوط په اړه څه نه وایې
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شواروایې موسي کلاولسوالۍ هم سقوط وکړاوپه بشپړه توګه دوسله والوطالبانولاسته ولویده ،موسي کلاچې  له تیروڅومیاشتوراهیسې ترسختي محاصرې لاندي وه دچهارشنبي په ورځ دغرمي شاه اوخوالس بجې دوسله والولاطالبانولاسته په داسي حال کې ولویده چې دتیري شپي راهیسي ددوی لخواترسختوبریدونولاندي وه ،دولایتي شورادامنیتي کومیتې مسول بشیراحمدشاکروایې داچې په موسي کلاولسوالۍ کې دشته امنیتي ځواکونومرسته ونسوه نه یوزاي هغویوته مرګ ژوبله واوښته بلکې ولسوالۍ هم په بشپړه توګه دوسله والوترولکي لاندي راغله .

شاکروایې دمرکزي دولت دنه پاملرني اودلته دشته امنیتي ځواکونوترمنځ دنه همږغۍ له وجې دنوزادترڅنګ موسي کلاهم سقوط وکړ،هغه وایې که دیادي ولسوالۍ دبیرته نیول کیدولپاره ډيرژردولت لاس په کارنسي کجکی ،اوسنګین ولسوالۍ به هم سقوط وکړي،اودناامنیولمنه به دمرکزلښکرګاه ښارته هم ورسیږي ،دولایتي شوارغړی عبدالمجیداخندزاده بیا وایې داچې ولسوالۍ اوس مهال دوسله والولاسته لویدلې ده نودولت دي اوس مهال په جنګ کې دوژل سوامنیتي ځواکونوجسدونه اوهمدارنګه دي پاته ملکي اوپوځي چارواکې چې دولسوالۍ دپریښودووروسته دښتونوته ختلي دي وژغوري .


وکیلان وایې په روانونښتوکې ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل سوي اوهمدرانګه ترسلونورټپي سوي هم دي ،دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دانه وایې چې موسي کلاولسوالۍ سقوط کړی ولي دامنې چې په موسي کلا کې ددرنې جګړې دوام لري ،طالبان هم دموسي کلاولسوالۍ دنیول کیدوادعاکوي ،دهلمندپه شمالي نوزاد،سنګین ،موسي کلا،اوکجکي ولسوالیوکې له څوکلونوراهیسې پراخي ناامنۍ دوام لري خودڅومیاشتوراهیسې په یادوولسوالیوکې تربل هروخت جګړوزورواخیست چې په پایله کې یې څوموده وړاندي وسله والوطالبانودنوزادولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راویسته دولایتي شوراغړي وایې داچې موسي کلاهم له څومیاشتوراهیسي ترسختي محاصرې لاندي وه بلاخیره دچهارشنبي په ورځ شاه اوخوالس بجې یادي ولسوالۍ هم سقوط وکړاو وسله والوطالبانوپه بشپړه توګه په خپل واکې واخیسته . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر